تاند(پنج شنبه، د جدي ۱۱) د پکتیا ولایت په احمداباد ولسوالۍ او مرکز ګردېز کې تېره ورځ ځینو ښوونکو د معاشونو د زیاتوالي لپاره لاریون کړی و او ویل یې، که چېرې دولت د دوی معاشونه زیات نه کړي تدریس ته به ادامه ورنکړي.
یاد ښوونکي د دې اعتراضي عمل په ترسره کولو سره د خپل معاشونو د زیاتوالي غوښتونکي شول او ويې ویل، چې ترڅو یې معاشونه زیات نشي زده کوونکو ته به درس نه ورکوي.
دا ښوونکي وايي، چې د ولسمشریزو ټاکنو او د ښوونکي په ورځ کې د دولت لخوا دوی ته ډیرې وعدې ورکړل شوي دي چې یوه يې هم نه ده پوره شوي.
ښوونکو زیاته کړه، دوی به نور پر دې وعدو باور نکوي او که په دې تړاو عملي ګام پورته نشو نو ښوونځي به رخصت کړي.
په احمد آباد کې ښوونکو وايي، د دوی په اوسني معاش د ښوونکو حتی لومړني ستونزې يې هم نه حلیږي، نو ځکه دوی نشي کولای چې په سمه توګه درس ورکړي.
دا ښوونکي په دې باور دي، چې د هرکال په ختمیدو سره دوې ته د معاشونو د زیاتوالې وعده ورکول کیږي خو دا وعدې لا ندي عملي شوي او په خبره یې یو ښوونکی څرنګه کولای شي چې په کم معاش سره د هیواد نوی نسل وروزي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې غړو د رایو په اکثریت هغه طرحه تایید کړه چې له مخې به یې په دولت کې د لوړ پوړو چارواکو معاشات کمېږي او د ښوونکو معاشونه به زیاتېږي.
خو تېره ورځ د ولسي جرګې ځینو غړو زیاته کړه چې حکومت ورسره دغه طرحه نه ده منلې او وایي، نه غواړي چې د ښوونکو معاشات لوړ شي.