جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې چاودنه؛ د ولسمشرۍ ماڼۍ دوو کارکوونکو ته مرګ ژوبله...

په کابل کې چاودنه؛ د ولسمشرۍ ماڼۍ دوو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (پنج شنبه، د جدي ۱۱) کابل ښار نن بیا د بمي چاودنې شاهد وو.
چارواکي وایي چې د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې دوو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې نن یې پر دوو همکارانو د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده.

فضلي زیاته کړې چې په چاودنه کې د چارو ادارې د سلاکارانو د انسجام ریاست مرستیال جاوید ولي سخت ټپی شوی دی او موټر چلوونکی یې چې بهرام الدین نومېږي وژل شوی دی.

د نوموړي په خبره دولت ضد وسله والو ته دا توپیر نه لري چې څوک ملکي دی او څوک نظامي یوازې د خپلو موخو لپاره هدفي بریدونو او وژنو ته ادامه ورکوي.

بل لورته امنیتي چارواکي بیا وایی چې دغه پېښه نن سهار د اوومې حوزې اړوند له چهلستون بڼ سره څېرمه شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کوم چا یا وسله والې ډلې نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب