جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+فرهاد دریا پښتو لیکلو، لوستلو او ویلو ته اړ شو

فرهاد دریا پښتو لیکلو، لوستلو او ویلو ته اړ شو

تاند(پنج شنبه، د جدي ۱۱) د هیواد وتلی سندرغاړی فرهاد دریا د پښتو ژبې د لیکلو او ویلو لپاره خپل تاثرات شریکوي.

فرهاد دریا وایي چې له کوچنيوالي تر اوسه یې هر ځای چې استوګنه کړې شاخوا خلک یې د دري ژبې ویونکي و، نو ځکه وېره لري که په پښتو خبرې وکړي هغه ډول چې خلک پرې روانې خبرې کوي، دی به یې ونشي کړای.

نوموړی وایي، له پښتو سره مینه لري او کوښښ کوي چې په پښتو ژبه خپلې ټولې سندرې په ښه ډول او په محلي لهجو اجرا کړي.

دی زیاتوي، هغه سندرې یې چې په پښتو ژبه ویلي ډېر خلک په دې یقیني شوي چې ګواکې نوموړی په پښتو ژبه ښه لیک لوست او خبرې کولی شي.

فرهاد دریاد زیاته کړې (په فیسبوک زما پښتو لیکنې د ډیرو ګرانو ملګرو سلیمان جان اشنا، عارف جان شینواري عثمانزوی، غفار جان پوپل، داکتر صیب عبید زمانی او څو نور ملګري مې دي چې زما خپل متن پښتو ته ژباړي. څو ځله مې خپله هڅه وکړه چې په پاڼه مې پخپله پښتو ولیکم، پښتو ژبو ملګرو مې اعتراض وکړ چې که زده دې نه ده، مه يي لیکه او پښتو ته اهانت مه کوه.)

دریا ویلي، پرېکړه یې کړې چې د ملګرو په مرسته هره اونۍ څو لیکنې په پښتو خپرې کړي، خو په دې شرط چې له فارسي څخه پښتو ته د متن په اړولو کې ورسره څوک مرسته وکړي.

دی وايي چې په پښتو پوسټونه مرسته کوي چې د ده هغه دوستان او ملګري چې په پښتو ژبه خبرې کوي د ده له فعالیت او فکر سره اشنا شي.

هغه وايي، له دې کار سره به دی خوښ او خلک به یې له فکر سره لا ښه اشنا شي.

د فرهاد دریا د دغه خبرو ګڼو پښتنو هرکلی کړی او مختلف نظریات یې ورسره شریک کړي دي.

د فرهاد دریا دغه لیکنې ته د بي بي سي  ژورنالیست امان عطا داسې لیکلې (پښتو، دري، ازبيکي، ترکمني، بلوڅي، نورستاني، پشه يي او همداسې نورې ژبې د افغان ګلبڼ رنګين ګلان دي. د هرې ژبې زده کړه د يوه بل ښايست او ښکلا زياتوالی دی. تل دې ښکلا او ښايست، تاند او ځلاند اوسه!)

فرهاد دریا ته یو بل مینوال الهاج ذبیح الله اختري داسې لیکلي: (ښه پښتو وایه دلبره که هرڅو وي لره او بره دریا صیب ستا ستونزه عامه ده ډېر شمیر لوستي پښتانه همدا ستونزه لري، خو د ستونزو د حل لپاره هڅې او کوښښونه په کار دي چې انشاالله ته هم مصمم اوهڅاند ځوان يي بریالی اوسي.)

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په کابل کې یوه دري ژبي خبریال ورته څرګندونې کړې وې او د دري ژبو هغه ګیله یې بې بنسټه بللې وه چې ګوندې حقوق یې نه ورکول کېږي.

نوموړي څه موده مخکې پر خپل فېسبوک لیکلي چې دري ژبو ته نه، بلکې پښتنو ته حقوق نه دي ورکول شوي په سیمه کې یې جنګ، ښوونځی یې وران، سړک یې خراب او له دې هر څه سره سره په ډېره اسانۍ په ملي ژبو په ویاړ خبرې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب