Home+مجيب وايي د دسمبر ۳۰ د ده لپاره یوه تاريخي ورځ وه

مجيب وايي د دسمبر ۳۰ د ده لپاره یوه تاريخي ورځ وه

تاند (پنجشنبه، د جدي ۱۱) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی مجیب الرحمن ځدراڼ په یوه ټوېټ کې ویلي چې د ډسمبر ۳۰ زما لپاره یوه تاریخي ورځ وه.

هغه چهارشنبه د دسمبر ۳۰ مه د استراليا په بېګ باش سیالیو ۲۰مه لوبه کې د ۴ اورونو په ترسره کولو ١۵ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي یې وسوځول.

 مجیب په بېګ باش سوداګریز لیګ کې دبرېسبين هېټ لپاره لوبېږي.

دی وایي دا ورځ به یې هېڅکله هېره نشي.

د مجیب د تېرې ورځ توپ اچونه په ټوله نړۍ کې دکرکټ د مینه والو له لوري وستایل شوه.

هغه له خپلو مينه والو هم مننه کړې ده چې د هغه ملاتړ کوي او مينه ورکوي.

مجیب الرحمن په تېره لوبه کې د خپلې غوره توپ اچونې له امله د غوره لوبغاړي جايزه هم واخیسته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...