Homeخبرونهجو بایډن کاتلین هکس د لومړنۍ ښځینه دفاع وزيرې په توګه وټاکله

جو بایډن کاتلین هکس د لومړنۍ ښځینه دفاع وزيرې په توګه وټاکله

تاند ( پنج شنبه، د جدي ۱۱) د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن کاتلین هکس د لومړنۍ ښځینه دفاع وزېرې په توګه وټاکله.

بایدن د هکس له ټاکل کېدو سره سم خپل انتقالي ټيم هم اعلان کړی دی.

بهرنۍ رسنۍ وایي چې کاتلین هکس د اوباما د حکومت پر مهال هم په پنټاګان کې دنده ترسره کړې ده.

سرچینې زیاتوي که د امریکا مشرانو جرګه نوموړې ته د باور رایه ورکړي، دابه لومړی ځل وي چې یوه مېرمن په داسې دنده ګارل کیږي.

نوموړې د ستراتیژۍ ، پلانونو ، او ځواکونو لپاره د دفاع وزارت د سکرترې د مرستیالې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د بایډن ټیم هکس بریالۍ بولي او هیله لري چې د باور د رایو له ترلاسه کولو وروسته به د امریکا په ګټه تمام شي.

بايډن دا ګمارنه داسې مهال کوي چې تر اوسه هم ولسمشر ټرمپ د امريکا په تېرو ټاکنو کې د درغلۍ خبرې کوي او وایي بایډن په درغلۍ بریالی اعلان شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...