جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا بي ۵۲ بم غورځوونکو الوتکو د ایران وېرولو لپاره پرفارس...

د امریکا بي ۵۲ بم غورځوونکو الوتکو د ایران وېرولو لپاره پرفارس خلیج ګزمې کړي

تاند (پنج شنبه، د جدي ۱۱) امريکایي رسنۍ د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې وایي چې دوه بي۵۲ بم غورځوونکې الوتکې یې چهارشنبه پر منځني ختیځ او خلیج ګرځولې دي.

سرچینې وایي چې دغو الوتکو سیمې ته له ځان سره یو پیغام هم لېږدولی چې په کې لیکلي: «امریکا د خپلو دښمنانو او هغو کسانو پر وړاندې په وخت اقدام کولی شي چې امریکا ته ګواښونه جوړوي.»

امریکایي رسنیو ویلي چې دغه الوتکې له امریکايي نظامي هوايي ډګرونو پورته شوې وې او پوره ۳۰ ساعته یې پرله پسې د ایران تر اوبو مزل کړی و.

دوی وایي دا ایران ته یو خبرداری دی چې د بې ځایه اقدام په صورت کې به د امریکا له سختو بریدونو سره مخ شي.

دا د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د پای ته رسېدو ورځو او عراق کې د امریکايي پوځ په لاس د ایران د سپاه پاسدران د قدس د مشر قاسم سلیماني د تلین په درشل له یوه نیمې میاشتې کم وخت کې پر خلیج د امریکايي بم غورځوونکو الوتکو دریم ځل ګرځېدل دي.

فاکس نیوز هم په خپل یوه رپوټ کې وايي چې دا الوتکې د سې شنبې په ورځ دهمدې ماموریت لپاره پورته شوې وې.

ایران تر اوسه د امریکا پر دغه کار غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب