جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ولسي تړون پروګرام لسو نورو ولایتونو ته هم وغځېده

د ولسي تړون پروګرام لسو نورو ولایتونو ته هم وغځېده

تاند ( پنج شنبه، د جدي ۱۱) د افغان حکومت له لوري د ولسي تړون پروګرام د هېواد لسو نورو ولایتونو ته هم وغځېده.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازی وایي، تر دې دمه د همدې پروګرام له لارې په ننګرهار، کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې د۱۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۹۱۴ پروژې بشپړې شوې دي.

کټوازی زیاتوي چې ټاکل شوې چې دغه پروګرام لسو نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

نوموړی وایي په دې ولایتونو کې هلمند، غزني، فراه، پروان، جوزجان، بدخشان، پکتیا، لوګر، نیمروز او بلخ ولایتونه شامل دي.

هغه زیاتوي دغه راز به د کارموندنې د ملي پروګرام له لارې په  ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان، هرات، غور، تخار، کندز، بغلان، خوست، کندهار او فاریاب ولایتونو کې د ۱۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت د ولس په خوښه بېلابېلې پروژې عملي شي.

د نوموړي په خبره په دې لړ کې به  ۱۲۰ زره کسانو ته کاري زمینه برابره شي.

د ولسي پروګرام په پيل شویو ولایتونو کې تر ډېره د بیا رغونې کارونه پر مخ وړي او عام ولس بیا ځکه له دې پروګرام نه خوښ دی چې ورته کاري زمینه برابره شوې ده.

عام خلک وایي که حکومت ولس ته د کار موندنې برخه کې زمینه برابره کړي نو حتمي ده چې د فساد مخه به ونیول شي.

دوی وایي ډېری ځوانان د کمزوري اقتصاد له امله فساد ، غلا او د دولت ضد فعالیتونو ته مخه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب