Homeخبرونهپاکستان وایي د وېزو د ورکړې سيستم به يې د ۲۰۲۱ کال...

پاکستان وایي د وېزو د ورکړې سيستم به يې د ۲۰۲۱ کال لومړیو نه آنلاین شي

تاند (پنج شنبه، د جدي ۱۱) پاکستان یوځل بیا د پاکستاني وېزو د وېش برخه کې د فساد د ختمولو ژمنه کوي.

د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد وایي د راتلونکي کال له جنورۍ به افغانانو ته د وېزې د ورکړې سیستم انلاین شي.

نوموړي زیاتوي چې دوی ته داسې معلومات رسېدلي چې دمګړی له افغان او چینایي وګړو د پاکستاني وېزې د ورکړې برخه کې رشوت اخیستل کېږي.

رشيداحمد زیاتوي چې دوی هڅه کوي په دې بهیرکې د فساد مخه ونيسي.

د نوموړي په وینا د راتلونکي میلادي کال له پيله به د ویزو اخیستلو ټول سیستم انلاین شي او دفساد مخه به هم ونیول شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د ویزو د ورکړې په برخه کې د لا اسانتیاوو برابرولو ډاډ هم ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په ځلونوپه دې برخه کې د فساد غږونه پورته شوي او چارواکو د فساد د مخنيوي ژمنې کړي خو تر اوسه یې ژمنې نه دي عملي کړي.

وبه لیدل شي چې پاکستان څومره په خپلې ژمنې عمل کولای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...