سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد، د ټرمپ انتخاب د دوحې تړون د ټولو عناصرو عملي کېدو...

خلیلزاد، د ټرمپ انتخاب د دوحې تړون د ټولو عناصرو عملي کېدو ته فرصت برابر کړ

تاند (جمعه، د عقرب ۱۸ مه) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د ډونالډ ټرمپ له بیا ولسمشر کېدو سره دا فرصت برابر شوی چې په افغانستان کې د دوحې تړون ټول عناصر په بشپړه توګه عملي شي.

ده دا خبره تېره شپه په یوه ټویټ کې کړې خو نور جزییات یې نه دي څرګند کړي.

په وروستیو ورځو کې له یو شمېر افغان سیاستوالو سره د خلیلزاد د لیدنو- کتنو عکسونه خپاره شوي او داسي معلومېږي چې یو وار بیا د افغانستان په اړه فعالیږي.

خلیلزاد د دوحې له تړونه وروسته خپل ځای نورو ته ورکړ.

د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې لاسلیک شو.

1 COMMENT

  1. د ازادي راډیو

    د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته غبرګونونه؛ ولسمشر غني یې مشروط بولي
    کب ۱۱, ۱۳۹۸
    فرشته جلال‌زۍ
    دوحه کې زلمی خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر د سولې د هوکړې د لاسلیک پرمهال.

    شريکول
    چاپي بڼه

    د امریکا او طالبانو ترمنځ تر تقریباً اتلس میاشتې مذاکرو وروسته پرون د فبرورۍ په ۲۹مه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې هوکړه لاسلیک شوه.

    د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازي، زلمي خلیلزاد پرون په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

    خلیلزاد بېګا د هوکړې په اړه پر ټوېټر یوه لړۍ پيغامونه خپاره کړي چې وايي: “تر کلونه لانجې وروسته، موږ له طالبانو سره داسې هوکړه لاسلیک کړه چې د امریکا هدف ترلاسه کوي او افغانستان د سولې پر لار برابروي.”

    د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې له طالبانو سره د سولې د هوکړې لاسلیک، د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو، له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو لپاره ګام و او دی یې ستايي.

    ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پاي ته رسولو هڅې کوي او غواړي چې د امریکا سرتېري بېرته کور ته ستانه شي.

    د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب