په انساني ټولنه کي د واده کولو لپاره داسي کوم ځانګړی فورمول او قانون نشته چي وګړي اړباسي تر څو یې پلی او ور څخه سرغړونه ونکړي. د واده منګ (سن) د کس له رواني حالت او اړتیاوو سره تړلې خبره ده. که د واده کولو پر مهال منګ په پام کي و نه نیول شي؛ خاوند او مېرمن ته په ګډ ژوند کي د بېلابېلو ستونزو او ربړو ور پرانیستل کېږي.
د طلاق او بېلښت شمېرنو (آمارو) او لاملونو ته په کتو سره ویلای شوو چي دې کسانو د ظاهري ورتوالیو او سرسري انګېرنو پر بنسټ غوراوي و ودونه کړي دي او له لیږي مودې وروسته د یو و بل پر ځانګړنو پوه او له یوه بله بېل شول.
همټولګیتوب، ژبنۍ اړیکه، ګډ کلتور لرل، د یوه دین پیرویوالی، ښکلا، شته، د کورنۍ د غړو خوښي او دې ته ورته په لسګونو نور معیارونه دي چي کس واده کولو چمتو کوي. خو خبره دا ده چي د واده کولو ارموخه څه ده او انسان ولي واده کوي؟
پالاند (ج) پدې اړه وايي:
وَمِنْ آیَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَکُمْ مِنْ أَنْفُسِکُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْکُنُوا إِلَیْهَا وَجَعَلَ بَیْنَکُمْ مَوَدَّهً وَرَحْمَهً إِنَّ فِی ذَلِکَ لآیَاتٍ لِقَوْمٍ یَتَفَکَّرُونَ.
ژباړه: د هغه له نښو څخه دا ده چي تاسو ته یې له خپل نږي (جنس) څخه ژوندملي پیدا کړل تر څو د هغوئ تر څنګ آرام واوسئ او ستاسو او ستاسو د ژوندملي تر منځ یې مینه (اړیکي) او لورېینه وپنځوله…
د خدای (ج) د ټولو لورېنو تر څنګ؛ واده هم د هغه (ج) له غوره ډالیو (نعمتونو) څخه یوه ده. د انسان په ژوند کي د ژوندملي غواروی (انتخاب) له ډېرو مهمو او بنسټیزو پرېکړو څخه بلل کېږي.
پالاند (ج) وویل چي ما ښځه او نر د یو او بل لپاره د آرام لپاره پیدا کړي خو خبره دا ده چي دا هوساینه او آرامي د ژوند په کوم ځای کي ده او څرنګه یې تر لاسه کولای شو؟
واده یاني په دوو جسمونو کي د دوو ارواګانو پیوند. ځیني نوږ-ارواپوهان واده د دوو کسانو د یورنګ او یو کېدا تجربه ګڼي. تجربه هله بریالۍ را خېژي چي دا یورنګي او یو کېدنګ په بشپړه توګه تر سره شي. تر دې مهمه دا ده چي د ژوندملی غوراوی په هوښیارۍ او دقت تر سره شي. واده د تکامل پوړیو ته د پورته کېدا په مانا ده. که پدې غوراوي (واده) کي له هوښ او ځېرکتیا کار واخیستل شي؛ انسان ته اروايي ارامي او هغه هوساینه ور په برخه کېږي؛ کومي ته چي سپېڅلي قرآن نغوته کړې.
د ژوندملي غوراوی د کورنیز غونډال (نظام) په جوړښت کي د خښتي په مانا دی. که دا غوراوی په دقیق او منطقي ډول تر سره نه شي؛ کورنۍ به پاشلې، ګډوډه او ناسالمه وي. ښه خوی، روڼ او پراخ اندي، د ژوندملو ظاهري تناسب، منګ، زده کړي، ګډ کلتور، عقیده او … هغه معیارونه دي چي انسانانو د انتخاب بنسټونه ټاکي.
د واده مناسب منګ کوم دی؟ دا هغه سکالو (موضوع) ده چي ډېری څانګپوهانو (متخصصانو) یې په اړه هڅي وکړې چي ورته د یوه فارمول په څېر روښانه او ټولمنلی ځواب ومومي ترڅو کس دې منګ ته په رسېدو سره د کورنۍ له لوري وهڅول او یا هم پخپله دا وانګېري چي نور دي واده وکړي. حقیقت دا دی چي واده کول په منګ پوري نه بلکي د انسان په احساس او دنننیو حالاتو پوري غوټه دی.
د بدني او نوږیزي ودي تر څنګ د واده لپاره رواني او ټولینزه وده او پرمختګ هم اړین دی. د نوې ځوانۍ تر پیلېدا لیږ وروسته نوږیره (جنسي) وده بشپړېږي او کس د مثل د تولید جوګه ګرځي. پدې منګ کي نجوني د هلکانو برعکس د ژوندملي د موندلو په فکر کي وي.
د نویو ځوانانو لپاره واده د بدني او رواني اړتیاوو د ترلاسه کولو یواځنۍ مشروع او سالمه لاره ده خو بیا هم د یو بریالي واده او ښېرازه راتلونکي ژوند لپاره رواني، مادي او ټولنیز چمتوالی پکار دی. څانګپوهان نجونو ته د واده لپاره له ۱۸ تر ۲۴ کاله او ځلمیو ته له ۲۴ تر ۲۸ کاله؛ وړ منګ بولي. ځانګپوهان دا هم وايي چي د نجلۍ او ځلمي تر منځ منګیز توپیر دي له ۲ تر ۶ کالو وي.