پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+بوره ولې سپین زهر بلل کېږي؟

بوره ولې سپین زهر بلل کېږي؟

درې خوړل کېدونکي شبان سپین زهر بلل کېږي؛ بوره، سپین اوړه او مالګه. خو دلته له دغو درو یوازې پر یوه یې یعنې بورې خبرې کوو.

بوره له کیمیاوي موادو سره د پروسس په بهیر کې جوړېږي. دوه مالیکولونه (%50ګلوکوز او %50 فرکتوز) لري.

ګلوکوز یې جذبېږي او فرکتوز یې ینه یا جیګر نه شي پېژندلی، نو پر شحم یا وازدو یې بدلوي او د خېټې شاو خوا یې راټولوي.

د ناروغیو مور (بوره)

بوره خوړل دا ناروغۍ پیدا کوي: شکر، ساه بندي، د غاښونو خرابوالی، د زړه ناروغۍ، سرطان، ژر زړښت، د وینې د کلسټرول یا غوړو ډېرېدل، افسرده‌ګي یا ژور خپګان، د حافظې سیستم کمزورتیا او په بډوډو کې د تیګو پیدایښت.

لنډمهاله (موقتي) انرژي 

بوره وجود ته لنډمهاله انرژي ورکوي، خو د څو ساعته وروسته د کمزورۍ، سستۍ ( لټۍ)، ګنګسیت او کسالت لامل کېږي.

د دفاعي سیستم کمزورتیا

بوره دفاعي سیستم کمزوری کوي. په وجود کې د ویټامینونو، منرالونو او هورمونونو توازن له منځه وړي. د ډېریو ناروغیو او رېزشونو لامل د وجود د دفاعي سیسټم کمزورتیا بلل کېږي.

د هیرویینو اته چنده انسان روږدی کوي

د هیرویینو په کارولو سره په ماغزو کې د یوه ټکي په بڼه د خوښۍ هورمون ترشح کېږي. کله چې بوره وکارول شي، نو ماغزو کې د خوښۍ هورمون روښانه شي.

د بورې بدیل

د بورې او هغو خوږو پر ځای چې په جوړښت کې یې بوره شته، تاسو کولی شئ طبیعي خواږه وکاروئ، لکه خورما، شات، ګوړه، ګني (نیشکر)، انګور، ممیز او داسې نور نا پروسس شوي خواږه.

ښايي ډیرو ته دا سپارښتنې د ډک نس خبرې ښکاره شي او حق یې هم دی. په اوسني حالت کې چې تر نیمايي ډیر افغانان د نس مړولو لپاره د یوه وخت ډوډۍ نه لري، نه د بورې متبادل خواړه موندلی شي او نه دومره بوره ترلاسه کولی شي چې د دوی روغتیا وګواښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب