چهارشنبه, اپریل 17, 2024
Homeکلتورفرهاد دریا: د‌ رهبرۍ او رهبر نشتوالی د افغانستان اساسي ستونزه ده

فرهاد دریا: د‌ رهبرۍ او رهبر نشتوالی د افغانستان اساسي ستونزه ده

تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۰) د‌ افغانستان مشهور هنرمن فرهاد دریا، چې پر ورځینو مسایلو هم په ټولنیزو رسنیو کې خپل نظرونه شريکوي، د افغانستان اساسي ستونزه د رهبرۍ او رهبر نشتوالی ګڼلی.

نوموړي په یوه لیکنه کې افغانستان له تېرو څو لسيزو راهيسې د سیمې او نړۍ د قدرتونو د سیالۍ قرباني او پکې د ګوندي، قومي او نورو مشرانو په نوم اکثره څېرې پر افغانانو تپل شوي بللي.

ښاغلي دریا زیاته کړې، چې افغانان باید نور ملت محوره لیدلوری ولري او حتا د قومونو له یادولو او پر اتحاد ېې ټينګار نه تېر شي.

د هغه په باور،‌ دا چې څوک د ښه نیت له مخې هم په خبرو او بحثونو کې د افغانستان د قومونو نومونه اخلي په دې مانا ده، چې افغانستان د یوه ملت پر ځای دقومونو هېواد بولي.

فرهاد دریا په ټولنیزو رسنیو کې د اجتماعي او ملي بحثونو له امله پراخ مینه وال لري، خو ځینې خلک ېې منتقدین هم دي او ځینې وخت ېې يو شمېر نظرونه ځينو مخالفتونو سره مخ کیږي.

هغه په داسې شرایطو کې د افغانستان د یووالي پیغامونه خپروي، چې ځینې ډلې د قومي تفرقې په خپرولو تورنیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب