شنبه, مې 4, 2024
Home+د واشنګټن پوسټ خبر، خو لا هم ځينې خلک په ځينو لارو...

د واشنګټن پوسټ خبر، خو لا هم ځينې خلک په ځينو لارو د تګ حق نه لري

زما کيسه، زه په خپل کور کې پردی شوم
محمد اسماعيل عندليب

نن په رسنيو کې دا خبره زياته اوړي را اوړي چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې يو خبر وکړی چې د کابل ښاروالۍ د ښار بڼه بدله کړې ده، په کمو امکاناتو يې ډېر کارونه کړي دي، ښار ته يې ښکلا ورکړې، او څو اتيا پروژې يې پيل کړي دي.

په دې راپور کې د ښار د ځينو واټونو خبره شوې ده، چې بند واټونه يې پرانيستي دي، او ښاريانو ته يې اسانتيا برابره کړې، دا رښتيا خبرونه دي، هغه څه چې د کابل ښاروالۍ يې اوس کوي، او کړي دي، په تېرو اوو کلونو کې ما د کابل په ښار کې نه دي ليدلي، يوازې د وزيراکبرخان مېنې کوم سرک يې چې رالوڅ کړ، او په بل يې کار روان دی، د هر چا زړه دعا غواړي.

په نورو سيمو کې هم کارونه نمايان دي، خو ستونزې بيا شته، او کېدای شي واشنګټن پوسټ ته ډېرې وړې ښکاري، يا ترې خبر نه وي، البته د عام ولس لپاره سترې او سختې ځورونکې دي.
زما کيسه هم د همدې نن ورځې ده، زه چې کوم ځای کې ژوند کوم، له هغه کوره د موټرو تر تم ځای يو څه فاصله ده چې په پښو مزل کوم، او د عمومي سرک د شر او شور، د موټرو د غر او پر نه هم يوه اړخيزه کوڅه کې ده، د همدې کوڅې په سر کې يو ښاغلی چارواکی راغلی، او له څو مياشتو راهيسې يې په يو کور کې اړولي دي، نه یې دنده راته معلومه ده، نه يې پېژنم، يوازې د جمعې په ورځ د مسجد په شا او خوا کې وسله وال ولاړ وي.
له ټول کور يې سيمنټي ديوالونه چاپېر کړي، د خپل کور د دروازې بهر يې د کوڅې په منځ کې دوه د وسپنو ديوالونه لوړ کړي، دواړو کې يې دروازې ايښي، هر څوک بايد له دې دواړو دروازو څخه د دې کور مخکې تګ راتګ وکړي، بله لاره نه شته، ځانګړی ګارد او ساتونکي لري.

زه نن د همدې کوڅې څخه د خپل کور پر لور روان وم، چې يو ساتونکی ودرولم چرته ځې؟ ما ويل دلته مې کور دی، وايي نور په دې کوڅه رانه شې، ما ويل ولې؟ ويل يې بس مه راځه، ما ويل څه تاوان مې درته رسېدلی؟ وايي دې کوڅه کې دې کور دی؟ ما ويل نه، خو همدا لاره زما د کور په لور تللې،  وايي بس حق نه لرې چې په دې لاره راشې.

ما ويل چې په کومه لار لاړ شم، همدا کوڅه نېغ په نېغه زما کور ته رسي، ماته لنډه ده، د سرک په پای کې مې قريبان اوسي، که د هغوی کره ځم هم همدا لاره به کاروم، وايي په يو خوا بل خوا کوڅو باندې ځه، ما ويل هغه لرې دي، عقل يې ډېر عالي و، وايي ورزش کوه، خو په هغه لاره ځه، او بیا په دې لاره رانه شې.
ما ويل چې اسلامي امارت خو وايي موږ سرکونه پرانيستي، او تاسې په عامو خلکو سرکونه تړئ؟ وايي نور نه پوهېږم، ما ويل که هغه نورو سرکونو کې ستا په څېر څوک پيدا شي او راته وايي چې په دې لاره هم مه راځه خلک به کومې لارې کاروي؟ وايي نه يم خبر، ما ويل نو څه وکړم، وايي هېڅ حق نه لرې چې په دې سرک راشې، يوازې هغه څوک چې دلته يې کور وي راځي به، ما ویل د سرک دواړه خواوې پرانيستي دي، يوازې تاسې د خپل کور مخې ته نورې دروازې ايښي، اړ يو چې تګ راتګ وکړو، وايي بس مخه دې وههه، خو رانه شې.

هغه په خپل توپک ګوتې ووهلې، او زه لکه په خپل کور کې پردی روان شوم.
زه نه د واشنګټن پوسټ په خبر تبصره کوم نه يې په خپله کيسه، يوازې يو رېښتينی روايت دی.
پای
2023-01-09

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب