پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهازبکستان له افغانستان سره پر ګډې پولې سوداګريز مرکز بشپړ کړی

ازبکستان له افغانستان سره پر ګډې پولې سوداګريز مرکز بشپړ کړی

تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۰) ‏د افغانستان او ازبکستان په ګډه پوله(ترمز ) کې د ازبکستان له لوري یو ګډ سوداګريز مرکز جوړ شوی.

د بلخ د سوداګرۍ خونې مشر اسدالله اسد ویلي، چې په دغه مرکز کې افغان پانګوالو ته د دوکانونو د پېرلو بلنه ورکړل شوې او ویل شوي، چې له اوو زرو ډالرو څخه به د دوکانونو بیې ټاکل کیږي.

نوموړي په دې برخه کې د حقوقي ډاډ له ترلاسه کولو وروسته ياد شوی مرکز افغان پانګوالو او سوداګرو ته ښه اقتصادي فرصت وباله.

مخکې د ازبکستان یوه اقتصادي مقام ويلي وو، چې په دغه مرکز کې تر ۴ زرو پورې مغازې، د تولید، وارداتو او صادراتو مرکزونه، نړيوال روغتيايي بنسټ، هوټلونه او پلورنځي جوړ شوي.

ازبکستان ویلي، چې افغانان دغه مرکز ته له ویزې پرته د لسو ورځو لپاره تلای شي، خو له مرکز څخه اخوا نورو سیمو ته له ویزې پرته د تګ اجازه نه لري.

سره له دې، چې د طالبانو حاکمه اداره په افغانستان کې د امنيت تامينولو ته په اشارې بهر مېشتي افغان پانګوال هم په هېواد کې پانګونې ته بولي، خو په هم مهاله توګه له افغانستان څخه د سلګونه ميليونه ډالره پانګې د ویستو خبرونه دوام لري.

د نړیوالو لخوا د طالبانو د ادارې په رسميت نه پېژندل، د دوی سرسخت قيودات او د ژوند ټولو چارو ته د ملایانو له نظره کتل او قوانین برابرول او پر راتلونکي د خلکو بې باوري له افغانستان څخه د پانګې د فرار اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

د طالبانو چارواکو د ياد شوي مرکز په اړه څه نه دي ويلي، خو د دوی تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلويزيون د ياد شوي مرکز په اړه تبلیغاتي راپور خپور کړی.

ګومان کیږي، چې طالبان د ترمز د سوداګريز مرکز په جوړولو کې له ازبکستان سره همغږي دي.

ازبکستان له طالبانو سره نیږدې اړیکې لري، خو د نړۍ د نورو هېوادونو په شان ېې په رسميت نه پيژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب