Home+د نابینایانو لپاره یو ډول عینکې اختراع شوې

د نابینایانو لپاره یو ډول عینکې اختراع شوې

تاند- په جنوبي کوریا کې د ارګس (Arges) په نوم د نابینایانو لپاره ځانګړې عینکې جوړې شوې.

دا عینکې د هغې نابینايي لپاره اختراع شوي چې د انسان د عمر له ډیروالي سره تړاو لري.

د جنوبي کوریا د سیلي کو (Cellico) سټارټ اپ له لوري دا جوړې شوې عینکې به د الیکترونکي وسایلو په سي اي ایس نندارتون کې په روانه جنورۍ میاشت کې نندارې ته وړاندې شی.

دا ګجیټ یوه کوچینۍ (K4) کامره ده او له هر څه څخه چې د دغو عینکو د کاروونکي مخته وي، ویدیويي تصویر  اخلي.

د کامرې په وسیله په ژوندۍ بڼه ثبت کېدونکې ویدیو، په یوه سکرین کې، چې روزولوشن یا روڼوالی یې ۱۰۸۰ پیکسله دی، ښودل کېږي.

که لا دقیق ووایو دا ویدیو د لیدونکي د سکرین په یوه اړخ کې په دایروي ډول ښودل کېږي.

 له عینکې سره د وصل شوي موبایل اپلیکېشن د سترګې د نظر هغه برخه معلوموي چې زیانمنه شوې او پر دې سربېره دا هم معلوموي چې ویدیو کامره د سکرین په کومه برخه کې ښودل کېږي.

د دې ترڅنګ کاروونکي کامرې ته په خوله ویلی شي چې پر ویدیو زوم وکړي. (رانژدې یې کړي)

د دې ګجیټ بله ځانګړتیا پر لینز یو (PDLC) پوښ دی چې په الیکترونیکي ډول ډېر روښانه تصویرونه تتوي.

د دې عینکې وزن ۹۴ ګرامه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...