سه شنبه, اپریل 16, 2024
Homeخبرونهحقانیه مدرسې او نورو پاکستاني ملایانو پر خپلو ځواکونو بريدونه« ناروا» وګڼل

حقانیه مدرسې او نورو پاکستاني ملایانو پر خپلو ځواکونو بريدونه« ناروا» وګڼل

تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۰) د پاکستان د پوځ او امنيتي ځواکونو خلاف د بريدونو له شدت سره د اکوړه خټک د حقانيه مدرسې په ګډون د پاکستان د ملايانو مختلفو ادرسونو دغه بريدونه« ناروا او حرام» ګڼلي.

پاکستاني ملایانو د دغو بريدونو د حرام والي دلايل نه دي روښانه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې همدغو ملايانو په افغانستان کې له څو لسيزو راهيسې په بېلابېلو توجيهاتو د جګړو فتوې ورکړي او د طالبانو په ګډون يې مختلفې سخت دریځه ډلې د افغانستان د نظامونو د پرځولو لپاره جنګولي دي.

د پاکستان ملايانو دا فتوا په داسې حال کې ورکړې، چې پاکستان يو سيکولر هېواد دی او پوځ يې د انګرېزانو له لوري جوړ شوی.

د پاکستان د تحريک طالبان ډلې په ګډون مختلفې ډلې د دغه هېواد پوځ د انګرېزي ښکېلاک لاسپوڅی او پر ضد ېې جهاد فرض بولي.

مخکې د افغانستان د حاکمې طالباني ادارې وياند ذبيح الله مجاهد هم په یوه مرکه کې ويلي وو، چې د پاکستان نظام غیر شرعي دی او انګرېزي قوانين عملي کوي.

3 COMMENTS

  1. په بې دینه پنجابي برید حرام دی خو په دینداره افغان برید رواح دی، طالبه جاهله ددې نه هم پند او عبرت واخله چې په تاسو یې مسلمان افغان ځواکونه وژل او د هغوی خون درته تور پنجابي ملا رواح کړی ؤ. کنه اوس هم ثم بکمن فهوم لا یرجعون یې.

  2. ټول دې یو انګریز ځامن دې پاکستانی ملایان هم دې فوج لاس لاندې دې او کوم عمل چې انګریز کافر یې نشې عملی کولې بیا همدغه بې دینه ملایان مخته کوې چې لوی مثال ملا ډیزلې ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب