یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهالله ګل مجاهد کابل ته ستون شو

الله ګل مجاهد کابل ته ستون شو

تاند: ( یکشنبه، د سرطان څلورمه)  د جمهوري نظام په ولسي جرګه کې د کابل یو استازی الله ګل مجاهد له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو کمیسیون په همغږۍ بیرته کابل ته ستون شو.

ښاغلی مجاهد د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د طالبانو په لباس کې یو شمېر کسانو شکنجه او سپک کړی و.

هغه په دې اړه د یوې ویډیو له خپریدو وروسته ترکیې ته تللی و، خو اوس له ایران څخه هېواد ته ستون شوی.

نوموړي څه موده مخکې په ایران کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو سرپرست سره لیدلي وو.

الله ګل مجاهد، چې تنظیمي سابقه یې د حکمتیار حزب اسلامي ته رسیږي، له مخکینیو جهادي قومندانانو څخه دی او په کابل کې د ځمکو په غصب او ناقانونه کړنو هم تورن دی.

نوموړي دا تورونه رد کړي او بې بنسټه ګڼلي دي.

4 COMMENTS

  1. د تاند دې هم کور وران شي چې دا خبر نشروي دومره سړی ندی چې خبر پرې ولیکل شي او قلم رنګ او کاغذ پرې ضایع شي. او الله ګل که شرم لری بیا به بیرته نه راته خو غل، مردګاو، رشوت خور او غاصب شرم و حیا نلري.

  2. د الله ګل ښځې خو یی ورسره نشته، لکه چې خپلې پېسې اخلی او بیرته ځي ؟ طالب او ګلبدین دواړه یو شی دی وطن ته خاین اود پاکستان غلامان دی افغانستان یی برباد کړ ګلبدین خو د ظاهر شاه او سردارد داود له وخته قاتل، خاین ، اجنت او د پنجاب غلام و دانور د ده په مرداره لار روان دی

  3. ALLAH GUL HAVE A BEAUTIFUL HOUSE/GASTE HOUSE/WIDE GARDEN AND MORE.
    HIS HOUSE LIKE TAAJ MAHAL OR SHISH MAKHAL
    TALIBS MUST GIVE TO HIM ONLY HIS REALL PROPERY.
    THE LAND WHICH BELONG TO AFGHANS MUST TAKE BACK.
    NAH GANJ BAH QAROON WA NAH TAKHT BAH SULIMAN

  4. طالبه خدای که به ملا شي په قدری پروت یې یادوی شینکی خالونه
    الله ګل ښه سړی دی، خرابه خلک عادی افغانان دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب