شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeټولنیزپه اوبو کې د  نباتي افاتو ضد دواګانې

په اوبو کې د  نباتي افاتو ضد دواګانې

سیدرقیب شاه هاشمي

د چاپيريال د ککړتيا له عواملو څخه یوهم افت وژونکي (Pesticides‏) دي چې دا هم د چاپیریال د ‏ککړتيا ‏سبب کیږي.                         

هر کال ‏ميليونونه ډالر لګښت راځي. تر څو د ناروغۍ و او حشراتو کنترول پرې وشي خو که چېرې دا په صحيح ډول ‏ونه کارول شي نو د دې بدې اغيزې او خطرونه هم د کنترول څخه وځي او د بيلا بيلو ناروغيو سبب ګرځي. همدا ‏رنګه د دې د نه استعمال په وجه هم ډير تاوانونه منځ ته راځي په نباتي محصولاتو کې  50%- %35 سلنه کموالی راځي ‏زموږ په هيواد کې هم افت وژونکي په خپل سر په غير فني ډول واردیږی او په خپل سر په غیرفنی ډول استعماليږي چې دا ډيرې بدې اغيزي لري. د دي په ‏وسيله اوبه، هوا، خاوره، نباتاتو، حيواناتو او انسانانو ته بې ساری زيانونه رسيږي.‏ د افت وژونکو له امله کوم مسمومیت چې منځ ته راځی لکه: د سردرد ، ګنګسیت، د عضلاتو یو ډول کمزوري، نس ناسته (اسهال)، د ټول بدن بې حسی، د سترګو څخه اوبه تلل، زیات خوله کول ، د سترګو کسۍ لویدل، کانګی، ساه لنډی، د زړه ضربان، او په پایله کې مرګ دی.

‏1    .‏ ‎: Herbicides ‎ هغه کيمياوي‎ ‎مرکبونه دي چې د هرزه ګياه‎ Weeds  ‎د کنترول لپاره استعماليږي لکه: ‎, ‎MCPA) Dinosebاو 2.4D‎)او داسي نور‎.‎..

‏2.‏ Insecticides‏:- هغه کيمياوي مرکبونه دي چې د نباتی حشراتو د مخنيوي او کنترول لپاره استعماليږي لکه : Delta.M, ‎Cyper methrin, Methyle Parathio

‏3.‏ Fungicides‏: – د مرخیړي یا فنګس (Fungus)د مخنیوی لپاره کيمياوي مرکبونه دي چې د نباتی مرخیړیو د مخنيوي لپاره کارول کيږي لکه:‏ تيرام، منکوزيب، سلفر او نور.. .‏

‏4.‏ Bactericides ‎‏: – هغه کيمياوي مرکبونه دي چې د نیاتي بکترياوو د مخنيوي لپاره پکاريږي لکه : ‏Antibiotics  انتی بیوتیک  او ‏داسي نور.‏…

‏5.‏ Nematocides‏ : هغه کيمیاوې مرکبونه دي چې د نباتی ګرد تصویره چنجیو د مخنيوي له پاره استعماليږې لکه : ‏Nimagen ,enzone باید ووایم چې د ځمکې ګردتصویره چنجی د نباتی شېری، نباتی ریښې او مکروبونو تغذیده کوی که نباتاتو ته زیان هم اړوی بلکه یو څه مفدیت هم لري.

د ځمکې ګرد تصویره چېنجی

6.‏     Acaricidesکنه وژونکي:– ‏هغه کيمياوي مرکبونه دي چې د کنو دمخنيوي له پاره استعماليږې لکه:‏‎ Oxide, cyhexa  , ‎Azinphos Methyl Fenbutatin

‏7.‏ موږک وژونکي Pesticide mice: ژوونکې یا  Rodents تیې لرونکې حیواناتو لویه ډله ده چې 2000 نوع لري لکه غټ موږکان یا Rat چې تقریبا 500نوع لري، کورنی موږکان Mouse تقریبا 130 نوعی لري Rodenticide ژوونکې وژونکې هم ورته وایې.

تصویر موږکان

کورنی موږکان د رنګ له مخې په لاندې نمونو یادیږي

  • کورنی مږکان Musmusculus
  • تورموږکان Rattusrattus
  • قهوه رنګ مږګان Rattus norvegicus

د اکولوژي له نظره مږګان د غذائیې زنځیر اصلی حلقه ده، مږګان کولی شې ویروسونه، مختلفی بکتریاوې، پروتوزوا protozoa ، چنجی انسان ته انتقال کړی همدارنګه یونوع مسمومیت په نوم د سالمونلایې چې د موږګانو د غایطه موادو او میتیازو (ادرار) پواسطه انتقالیږی.

په ځینو ځایونو کې مږګان په انسان حمله کوی او یو نوع ګاز نیونه (اسپریلspril) منځ ته راوړی

هغه کيمياوي مرکبونه چې دموږکانو دمخنيوي له پاره د طعمه (خوراک) sinlg feeding په تصویر استعماليږې لکه: زنګ فاسفیت ‏zinc phosphates، برودیفا کوم (4 هیدروکسی کومارین C31H23Bro3) چې یو سپین پودر دی چې نسبت نورو دواګانوته کم خطر لري.

په پټي کې د موږک کړنې او موجودیت ښیي
  • Larvicide لاروا وژونکې
  • Pediculicide سپږی وژونکې
  • Avicide مرغان وژونکې
  • Molluscicide حلزون وژونکې
  • Piscicide ماهی وژونکې
  • Acaricide کنه وژونکې،
  • Algicide اوبړی وژونکې

او نور یادولی شوو .

د تاثير له مخې د افت وژونکو ډولونه Toxic Effect :
د اغیزو له مخې افت وژونکي په لاندي ډول طبقه بندي کیږي

Oral-1‎‏ (خولې دلارې):‏ د خولې دلاري تيريدوسره متصویرات منځ ته راوړې چې دا بيا په څلور ډوله دي

A – شديد زهري: چې د وژونکو موادو مقدار یې %50سلنه  mg/kg 50-1 وي
B- زيات زهري: چې وژونکې موادو مقداریې  %50سلنه یې mg/kg   200-50    وي
‏‏C – متوسط زهري : چې وژونکې موادو مقدار یې %50سلنه یې  mg/kg 1000-300  ‏وې
‏Dـ ضعيف زهري: هغه دي چې %   50 وژونکي مقداريې  mg/kg 1000 ‏ څخه زيات وي
Dermal-2‎‏(دپوستکي سره دتماس دلاري):‏ چې داهم په دری ډوله دي په ترتيب سره عبارت دي له:‏
Highly toxic -a‏:هغه افت وژونکي دي چې %50وژونکي مقداريې د mg/kg 300‏‏ څخه ‏کم وي
Medium toxic -bهغه افت وژونکي دي چې سلو برخوکی % 50 سلنه وژونکې مقدارېې  mg‎‎/kg 1000‏- 300‎‏ وي
Light toxic –c‏: هغه افت وژونکي دي چې% 50 وژونکې مقداريې  mg/kg  1000 ‏ څخه ‏زيات وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب