یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ملا هبت الله اختریز پيغام: د شرعي حدودو او قصاص زمینه...

د ملا هبت الله اختریز پيغام: د شرعي حدودو او قصاص زمینه مو برابره کړې

تاند: (یکشنبه، د سرطان څلورمه) د طالبانو نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپل اختریز پيغام کې ویلي، چې د رژیم له واکمنیدو سره یې په افغانستان کې اسلامي نظام اعاده شوی دی.

نوموړي د خپل پيغام په یوه برخه کې ویلي:« د شرعي محاکمو په فعالیت سره سپیڅلی شریعت یو ځل بیا په عملي ډول پلی شوی دی. هغه دیني احکام، شرعي اوامر، حدود او قصاص چې د عملي اجراء امکانات یې نه و، لله الحمد اوس یې اجراء په خپلو سترګو وینو.»

طالب مشر په داسې حال کې، چې هره ورځ د ښځو د حقونو په پراخ نقض او ورسره په جنایتکارانه چلند تورنیږي، په خپل پيغام کې د ښځو لپاره د خدمت ادعا کړې ده.

هغه ویلي:«د ښځو د بې حجابۍ او ګمراهۍ اړوند د شل کلن اشغال منفي تأثیرات د ختمیدو په حال کې دي.د ښځو د حقوقو په اړه د ۶ماده ییز فرمان په صدور سره د یوه آزاد او باعزته انسان په حیث د مېرمنو حیثیت اعاده شوی او د نکاح، میراث او نورو حقوقو د تأمین په برخه کې ټول ادارات د میرمنو په مرسته مکلفې شوې دي.»

هبت الله اخندزاده په دې پيغام کې د افغانستان د وضعیت د عادي او مثبت ښودلو  هڅه کړې او ویلي، چې د اقتصادي سقوط مخنیوی یې کړی، ملي وحدت یې تامین کړی او افغانستان بشپړ امنیت لري.

هغه دغه راز له بهرنیانو غوښتي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې هبت الله او ورته نیږدې ډله یې هره ورځ د واک په لا انحصار، کندهار کې په متمرکز کولو، افراطي پریکړو او افغانانو او نړۍ سره د فاصلو په زیاتوالي تورنیږي.

4 COMMENTS

  1. غول دی خوړړی د خنځیر ځویه د اسلام او پښتنو نوم دی پر دنیا بد کړ ستاسو ښځی په شریعت او مذهب سره غی. د تعلیم ضد خلک یاستی غواړی چی پښتانه دنیا والو ته ترهګر او تروریست معرفی کړی حرامیانو ستاسو د پر ښځو خر واچوم ـ

  2. ستاسو په شریعت د نالت شي چې د ځان لپاره باداري پرې جوړوۍ او انسانان مو ګرو نیولي دي ! داسې وخت به راشې چې تاسو به ددې چټلي ځواب وایې ستاسو په دا مردار دین د نالت شي !

  3. ترڅو چې تاسې مسلمانان کیږئ ، تمدن زده کوئ او اسلام له واقعي انساني څهرې خبرېږئ ، ډېر وخت به تېر شوی وي . د افغانستان او ټوله اسلامي نړۍ کې مو د شرم او جهالت ریکارډ ټینګ کړ.
    چراغ ظالم تا روز محشر نسوزد
    اګر شبې سوزد شبې دیګر نسوزد .

  4. ستا له لیکلو معلومیژی چی ته هم له د بد اخلاقو سپیو کم نه یې ته چی طالب ته مسلمان او اسلامی حکومت وایی نو شاید ستا ناموس هم پنجاب کی ګرو وې ثابتکه داسی نشی چی بیا ته په اول قطار کی لکه دی خلقیانو دوره سور دستمال په لاس کښی اټل وکړی ستاسو بی غیرتی معلومه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب