شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+واگنر گروپ څه او څوک دي؟

واگنر گروپ څه او څوک دي؟

محب الله هوتک

د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګي آمر

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

واګنر ګروپ یو نظامي خصوصي شرکت دی چې په ۲۰۱۴ کال د یوګني پروګوژين نومي شخص لخوا په روسیه کې رامنځته سو، یوګني پروګوژين د روسيې د ولسمشر نږدې سړی بلل کېږي، البته د پوتين په اشپز باندي هم مشهوره دی.

واګنر ګروپ د امریکا بلک واټر کمپنۍ ته ورته ده چې کرايي جګړه مار چمتو کوي.

دوی لومړی عمليات په اوکراین کي د روسي د حکومت سره د یو قرارداد له مخي وکړل تر څو د هغه اشخاصو په مقابل کي وجنګيږي چي د روسې خلاف او په زیان وي.

همدارنګه واګنر ګروپ په مهمو او لویو عملیاتو کې هم برخه اخیستې ده؛ لکه په سوريه او په دونباس کي چي لوی عملیاتونه يې ترسره کول همدارنګه په چيچنيا کي جګره، د لیبيا او سوډان په کورنيو جګرو کي ګډون، په مرکزي افريقا کي جګړه او په دې وروستیو کي یو ځل بیا په اوکراین کي عملیات چي فعلا هم جریان لري د روسيې په قرارداد باندي ترسره کوي.

که لنډ ووایو چي واګنر ګروپ د روسيې غيري رسمي ځواک دی هم مناسبه ده.
یاد ګروپ د روسيې څخه تجهیزات ترلاسه کوي او د روزني لپاره هم د روسيې د دفاع وزارت تاسیسات کاروي.

واګنر ګروپ په نړيواله کچه د ملکي وګړو په وژنه، جنسي تيري، غلا، شکنجې او نورو جرایمو تورن دی.

په واګنر ګروپ کي تر ډيره حده د هغه اشخاصو څخه استفاده کيږي چي د روسيې په زندان کي په سختو جرمونو تورن او بندیان وي.

دوی هغه بنديان د بند څخه د خلاصون په موخه په خپلي ډلي کي شاملوي او د دې تر څنګ د روسيې حکومت پخواني سرتيري هم ورسره دي، دې ډلي په اول سر کي ۲۵۰ سرتيري درلودل چي په ۲۰۲۳ کي يې دا تعداد پنځوسو زورو ته ورسېدی.

د واګنر ګروپ مشر یوګني پروګوژين د سلاویکي عقیدې پيرو دی چي دا د عيسويت دین یوه نوې رامنځته سوي طريقه ده.

واګنر ګروپ د مختلفو هغو دولتونو سره چي د همکارۍ په موخه او د پيسو په بدل کي يې د جګړې اخيستلو قراردادونه کړي دي جایزې او د ستايني سندونه ترلاسه کړي دي چي په دي کي زیاتي جايزې د روسيې دولت ورکړي دي.

د نړيوالو تورنو سره سره چي پر واګنر ګروپ دي او په دي کي روسيه هم تورنه ده
خو روسيې په رسمي ډول د واګنر ګروپ سره اړيکه درلودل هر وخت رد کړې ده.

په نړۍ کي مختلفي شخصي نظامي ډلي او ګروپونه سته د دولتونو د حمایت په موخه قرارداد کوي او جګړه کوي.

ماخذ:

https://en.wikipedia.org/wiki/Wagner_Group

https://www.csis.org/blogs/post-soviet-post/band-brothers-wagner-group-and-russian-state

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب