سه شنبه, مې 14, 2024
Home+د پښو د بد بوی اسانه چاره

د پښو د بد بوی اسانه چاره

 په ځانګړي ډول په اوړي کې د ډیرو کسانو د پښو بد بوی ځي چې هم په خپله ورسره په تکلیف وي او هم یې شاوخوا کسان. د پښو بد بوی په ځینو روغتیايي او یا هادي علتونو پیدا کېږي.

د ګرمۍ په موسم کې دغه ستونزه په پښو کې د خولې د زیاتوالي له امله زیاتېږي. په هره اندازه چې پښه ډېره خوله وکړي په هماغه اندازه د پښو ناوړه بوی زیاتېږي.

که چېرې له دې ستونزې سره مخ یاست، نو د ګران بیه سپرۍ پر ځای اسانه او وړیا لارې چې کولی شي د ګرمۍ په موسم کې د پښو د ناوړه بوی مخه ونیسي و ازموياست.

څو اسانه لارې:

ځان مینځل

د ځان مینځلو پر مهال د پښو نه مینځل یا د پښو د ګوتو منځ په صابون په ښه او بشپړه توګه نه مینځل هم د پښو د ناوړه بوی سبب کیږي، چې هلته د باکتریا د ټولېدو په پایله کې له پښو څخه خارجېږي. د پښو ناوړه بوی له منځه وړلو لپاره د ځان مینځلو پر مهال د پښو او په ځانګړی ډول د ګوتو منځ مینځلو ته ځانګړې پاملرنه وکړئ.

پښې وچې وساتئ

د پښو وچوالی ډېره زیاته مهمه ده، په ځانګړي ډول له وینځلو وروسته پښې په طبیعي ډول وچولو پر ځای له توليې «جان پاک» سره يي ښه وچ کړئ، له دې سربېره د خپلو پښو پر ګوتو ټالکم (Talcum) لرونکی پوډر واچوئ چې په مرسته يي د تازه‌ګۍ احساس به وکړئ او د دغه ډول پوډر باکتریا وژونکې ځانګړنه د باکتریا د زیاتوالي مخه هم نیسي.

پښو او بوټونو ته د تازه هوا فرصت ورکړئ

د ګرمۍ په موسم کې داسې بوټان او څپلۍ انتخاب کړئ چې د هوا د تېرېدو وړتیا ولري، ځکه چې په دې ډول ستاسې پښې د ساه اخیستلو فرصت ترلاسه کوي او د باکتریا د زیاتوالی مخه نیول کېږي. له دې سربېره که چېرې بیا هم بند بوټان استعمالوئ، نو د ورځې په پای کې يې تازه هوا ته کېږدئ، چې د ناوړه بوی پیدا کولو امکان يې له منځه ولاړ شي.

جرابې هره ورځ بدلې کړئ

هره ورځ نوې جرابې استعمالول د پښو ناوړه بوی له منځه وړلو کې مرسته کولای شي. په جرابو کې د پښو خوله جذبېږي او د پښو د ناوړه بوی لامل ګرځي.

په مالګه کې د پښو ایښودل

په کور کې جوړېدونکی محلول کې خپلې پښې دننه کړئ. یو سطل له اوبو ډک کړئ، د اوبو تقریباً هر یو لیتر کې دوه کاچوغې میده مالګه واچوئ. خپلې پښې دغو اوبو کې دننه کړئ او ۱۰-۱۵ دقېقو پورې يې پرېږدئ. دغه اسانه طریقه د پښو بوی له منځه وړلو لپاره یوه ډېره اغېزمنه لاره ده.

ژباړه: ش سلګۍ

1 COMMENT

  1. په پښو او یا تخرګ لاندې بد بویي مخ کې شي، پښې هر دوه ورځې تندملګینې اوبو کې یوې دقیقې له پار کېږدئ! او تخرګ هم مالګینې اوبو سره ومینځئ او هم کولای شئ چه د نانوایي سودا یا «پلي» لږ شان ته ورپورې کړی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب