تاند: ( دوشنبه، د سرطان پينځمه) د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (يونسيف) وايي، چې پکتيکا ولايت کې يې زلزله ځپلو ماشومانو ته ۱۴۰ ټولګي جوړکړي او اوس مهال ۶۵۰۰ ماشومان پکې په زده کړو بوخت دي.
يونيسف زیاتوي، چې دغو ماشومانو وړاندې تر دې هېڅ زده کړې نه وې کړې.
يونيسف دغه راز ويلي، چې ددغو ټولګيو سربيره په زلزله کې ۷ ويجاړ شوي ښوونځي يې هم نړيوال بانک او د آسيا پرمختايي بانک په مالي ملاتړ بيرته رغولي، چې شاوخوا ۳۵۰۰ ماشومان پکې په زده کړو بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په سویلي ولایتونو کې د یونیسف په ګډون د نورو موسسو له لوري جوړ شوي سیمه ییز درسي ټولګي تر نا معلومې مودې منع کړي دي.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په افغانستان کې نه یوازې د نجونو؛ بلکې د هلکانو ښوونه هم له ګڼو ستونزو سره مخ شوې ده.
له دې سره، طالب ویاندویان ادعا لري چې په افغانستان کې تر دوی مخکې تر اویا سلنه زیات خلک له تعلیمي خدماتو بې برخې وو او دوی دا خدمات تر سل سلنه لوړ کړي دي.