جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونه«جنرال» مبین: له نظامي محکمې په ضمانت خوشې شوم

«جنرال» مبین: له نظامي محکمې په ضمانت خوشې شوم

تاند: ( دوشنبه، د سرطان پينځمه)  په ټولنیزو رسنیو کې په « جنرال مبین» مشهور د طالبانو مشهور مدافع، د خپل رژیم له نظامي محکمې په ضمانت د ځان د خوشې کیدو خبر ورکړی.

د هغه په وینا، ۲۰ ورځې په زندان کې و او د اختر د تېرولو لپاره له زندانه خوشې شوی.

مبین نه دي ویلي، چې دی ولې بندي شوی و او څه ډول دوسیه لري؟

نوموړی د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ په لومړیو څو میاشتو کې د کابل امنیې قومندانۍ ویاند و، خو وروسته په کابل او کندهار کې څو ځله بندي شو.

مبین څو ځله د پاکستان، ایران او خپله طالب چارواکو خلاف توندې نیوکې کړې وې، چې د ځينو په باور د بندي کیدو یو دلیل یې همدا توندې څرګندونې دي.

د هغه منتقدان بیا باور لري، چې هغه له طالب مشرانو سره له خپل شناخته ناسمه ګټه اخلي او هم یې د خیریه فعالیتونو لپاره ټولې کړې بسپنې د شخصي موخو لپاره استعمال کړي.

مبین دا تورونه رد کړي، خو طالب چارواکو یې د نیول کیدو او خوشې کیدو دواړو په اړه څه نه دي ویلي.

8 COMMENTS

  1. مبین خان خو ٔیر ساده سپی دی! عالم نه دی! او که نه نو د ایران او إاکستان دپاره یی باید ترافیکو د عالم ریس په شان د ورځې سل رکعته نفل کړي وای

  2. مبین خان خو ٔیر ساده سړی دی! عالم نه دی! او که نه نو د ایران او إاکستان دپاره یی باید ترافیکو د عالم ریس په شان د ورځې سل رکعته نفل کړي وای

    • خو ښه ده چې د ملا هیبت الله غوندې پټ مخی جاهل ندی ! خو ښه ده چې دعربي دین په پټو سترګو پيروان ندی ! د افغانستان ټولنه به هغه وخت له بد بختي څخه خلاصه شي چې عربی په زور تپل شوي دین ته نوره لاره ورنکړي ! نفل یانې څه ؟ بې بنسټه جاهل ایدیالیزم !!

      • خپله خو بی دینه، لوپر او ګمراه یی. خپل جهالت ته دی ادامه ورکړه هیڅ پری نه خفه کیږو او الله تعالی څخه درته د لا زیاتو لوپر تیاو غوښتنه کوو. اما نور افغانان که هر څومره د نظام د بعضو کړنو مخالف دی ولی په هیڅ صورت ستا مردار فکری ایډیالوژی نه منی

        • خو حماقت یې په همدې کې دی چې زما ایدیالوژی نه مني ! همداسې به د بی علمه غلو ژوند کوي !

  3. شاید دا سړی د پردیو د استخباراتو غړی نه وي ، د خپلې ساده ګۍ له امله فکر کوي چې ټالبان هم انسانان دي . خو کله چې یو دوه کاله یې ورسره تېر کړل ، پوه شو چې دا خلک نه افغانان دي او نه د اسلام د دین ساتونکي .
    د جاسوسانو پېژندل اوس لږ ستونزمن شویدي . دوی هم له ملي او مترقي ، دیني او انساني شعارو نه ګټه اخلي . کله چې واک ته ورسیږی ، په تدریج سره د دوی دا پټ مخ خلکو ته ښکاره شي .
    البته زما مقصد تش په نوم پټ مخی ملا هبټ نه دی ، کوم چې اصلا فزیکي وجود نلري . تاریخ به پنځوس کاله وروسته ولیکي ، چې د افغانستان خلکو په 21 پېړۍ کې یو ځل بیا په داسې چا پسې اقتدا وکړه چې فزیکي وجود یې نه درلود او یا کوم بل « لارنس یا دیوید جونز » د دوی امیر و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب