چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeمقالېدریاوربند | ليکوال: اکرام الله صافی

اوربند | ليکوال: اکرام الله صافی

د سولې او ثبات څخه پرته د يوې ټولنې پرمختيا او انکشاف ناممکن دی، د يوې پرمختللې ټولنې لپاره سوله مهمه ده، اسلام مقدين دين د سولې، ورورلۍ او امن دين دی او جنګ ته د کرکې په نظر ګوري، يوازې جنګ ته په دوو حالتونو(د اسلامي دعوت پر وړاندي خنډونه، او مشروع دفاع) په صورت کې جايز ګڼي، هو د جنګ پرځای سوله ډيره غوره بولي.

د حديبې اوربند چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم او د مکې د قريشو ترمنځ وشو، چې په ظاهره ترې د مسلمانانو ناکامي معلوميده، خو په حقيقت کې فتحه وه او الله پاک په قرانکريم کې د نوموړی اوربند په هکله فرمايي (انا فتحنالک فتحا مبينا) ترجمه: موږ تاته ښکاره بری درکړ،  دلته په دې ايت مبارک کې د فتحې نه مراد د حديبې د سولې اوربند دی.

ځنیي اشخاص اوربند په دايمی سولې تعيبروي دا موضوع په لاندي ډول شرحه کوم.

اوربند د متخاصمو ډلو ترمنځ په يوه معينه ساحه او يا دجګړې په ټولو ډګرونو کې لنډ مهاله او يا اوږده مهاله جګړه درولو ته وايي.


اوربند د جګړې تعليقی حالت دی نه د جګړې پای بلکې د معين وخت لپاره د جګړې ښکيلو لوريو ترمنځ جګړې درول دي، د سوريې حکومت او مخالفو ډلو ترمنځ اوربند کې د بشري مرستو او خبرو اترو پر اساس جګړه د معين وخت لپاره ودرول شوه.


ممکن اوربند د جګړې د پای لامل شي، د بيلګې په ډول د اسراييل نيواکګر دولت او حماس ډلې ترمنځ د غزې اوربند د جګړې د پای لامل شو.


اوربند د نورو هيوادونو او سازمانونو په نيکو هڅو او منځګړيتوب او خپله د ښکيلو لوريو له مخې د مقدسو، ملي ورځو او نور موخو پر اساس رامنځ ته کيږي.


هيله او ارزو مو دا ده چي افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ژر تر ژره داسي اوربند اعلان شي چي د جګړې د پای لامل وګرځی او افغان ملت د سولې او امان په فضاء کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي.
د يو سوکاله او پرمختللی افغانستان په هيله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب