چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeمقالېدریتنها صورت غني، پر فشاره نړۍ او ځواکمن برخلیک

تنها صورت غني، پر فشاره نړۍ او ځواکمن برخلیک

اسماعیل شاه امیر ځدراڼ

له تېرو څو پرلپسې لسیزو جنګ جګړو او له کړکېچنو حالاتو را په دېخوا کومه تمه چې له حکومتي نظام او په ټوله کې د نظام له چارواکو څخه کېده، په یوه معضله او ستونزه بدله شوې وه؛ خو له نېکه مرغه په وروستۍ لسیزه کې د پخوا په پرتله ډېر پرمختګونه وشول.


د لومړي ځل لپاره طالب وسله والو حکومت د امریکايي ځواکونو په ګډون د ناټو په اتحاد سره د افغان بهر مېشتو یو شمېر سیاسیونو په هوکړې سره رانسکور او پر ځای یې موقته اداره رامنځ ته شوه، له دې سره د افغانستان د حکومتي نظام په تشکیلاتو د بن له کنفرانس نه را وروسته خبرې اترې پیل او بالاخره د موقتې ادارې د مشر حامدکرزي او یو شمېر نورو سیاسینو په نوماندۍ سره د بیا ځل لپاره افغان ولس ته د ازادو او سرتاسري ټاکنو د بهیر او د خپل برخلیک په خپله ټاکلو چانس ور کړل شو، له دې سره جمهوري نظام رامنځته او تر څلوېښتو زیاتو بهرنیو هېوادونو بې سر او سامانه مرستې په افغان حکومت را وورېدې.


د ولسمشر کرزي پر وخت د اقتصادي پیاوړي نظام نه شتون د دې لامل شو چې شته مرستې او په میلیاردونه ډالر یوازې د اوبو د ځک په شان پیدا او له منځه ولاړې. وسله وال پکې لا پیاوړي، د ځمکو غاصبین پکې غاښور او د افغان مظلوم ملت پر سر د بمباریو بې سر او سامه بریدونه چې د یو شمېر جاسوسپاله سیاسیونو په اشاره کېدې، د دغه نظام له منفي کړنو څخه په خورا کې د یو موټي را اخیستل ثابتوي.


د بیان ازادي، ښځو ته د نړیوالو بشري او نورو اړوندو قوانینو له مخې د حقوقو د ورکړې مراعتول، په درسي نصاب کې بدلون، له بهر سره د ناچیزه خو لږ تر لږه د را کړې ورکړې د بهیر ژوندي کول، په لویو ښارونو کې د سړکونو، لوړپوړو ودانیو او یو شمېر تاریخي او ابداتي ماڼیو بیا روغول، زده کړو او لوړو زده کړو ته توجه او داسې نور بیا هغه څه وو چې د یو جمهوري نظام شتون یې په مثبتو کړنو را پېژانده او بیا په وروستیو کې په سوله ییز ډول د واک لېږد هغه څه دي چې د هېواد په تاریخ کې یې کمساري را په ګوته کړه.


له دې ټولو سره سره د افغانستان او افغان ولس تمه، د نړیوالو او نورو هیلې چې د افغان هېواد د ودانوولو او پرمختګ لپاره یې درلودلې، د اقتصاد د ډاکټر افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر وخت مخ په پوره کېدو شوې.


سره له دې چې د هېواد دښمنانو او په ځاګړي توګه د هغو ګاونډیانو د لاس وهنو د زور او نه زغم له امله چې په لسګونه کاله یې افغان ولس د ویر په ټغر کېنولی او شوم پلانونه یې ورته طرحه کړي دي، د ولسمشر غني پر وخت د ده د هېوادنۍ لېونۍ مینې د سرته رسېدو په لار کې د خنډونو په ایجادولو او د هغو پروژو د پلي کېدو پر وړاندې مزاحمتونه، بریدونه، وژنې او نور چې ان د ولسمشر د مرګ تر دسیسو پورې یې هڅه کړې، په پراخه پیمانه مخنیوی کړی چې د دوی هېواد به ترې د خپلې تندې او لوږې د اړتیا په پوره کېدو کې بشپړه استفاده کوله.


لنډه دا چې د ولسمشر د ابو د مدیریت او اقتصادي زیات شمېر د پروژو تر څنګ زمونږ د درنو دري ژبو د متل له مخې (مشت نمونه خروار) څو بېلګې را اخلم، هیله ده لږ څه مو په معلوماتو کې د زیاتوالي سبب وګرځي.

  • د هېواد د پرمختګ او د ولسونو د ښېرازۍ او خودبسیایۍ په موخه یې واک ته تر رسېدو مخکې نمونه بڼۍ منشور ولیکه.
  • د خپل کورني او بهرني سیاست د پلي کېدا لپاره یې لومړی د سیاسي تګلارې طرحه ډیزاین کړه چې له مخې یې د ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هېوادونه د خپل سیاست لپاره په لومړۍ، دویمه او درېیمه درجه بندۍ کې په نښه کړل چې دا کار تر اوسه چا نه و کړی.
  • د پورته ذکر شوې طرحې له مخې یې پاکستان نسبتاً د پخوا په پرته په ګونډو او د نړۍ هېوادونو ته په خپله اصلي څېره ور وپېژانده.
  • له بهرنیو هېوادونو سره حسنه روابط او د یو او بل په چاروکې نه لاس وهل دولسمشر د مخو او اصلي اهدافو څخه ول او دي.
  • د پاکستان د دوه مخي سیاست پر وړاندی د ولسمشر رغنده سیاست چې نه غواړي په خپله دیپلوماسۍ کې بدلون روالي او د دې سیاست په لرولو سره ترې هېوادوال ډېر خوښ دي.
  • په بهرنیو هېوادونو کې د تجارتي را کړې ورکړې، د هوایي دهلیزونو او د زمینې برابرول چې له امله یې د افغانستان صادرات دوه ملیارده ډالرو ته پورته شول، له دې سره هغه قیمتي او ګران بیه توکي چې په افغانستان کې به ورته پام نه کېده، اوس د نړۍ په نوموتو بازارونو کې په لوړ ارزښت پلورل کېږي.
  • په بهرني سیاست کې یې تر ټولو مهم دا چې د سولې لپاره د نړیوالې اسلامي نړۍ د اجماع رامنځ ته کېدل او د حرمینو شریفینو د اماما صاحبانو له خولې د افغان ناورین او نیابتي جګړې د حراموالي په موخه فتواويې را جلب کړې.
  • په اقتصادي برخه کې د ټاپي پروژه، د رېل پټلۍ، د ابرېشمو د لار بېرته رغول، د چابهار پرانیستل او دې ته ورته نورې تجارتي او د تګ او راتګ لارې ترتیبول چې د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري.
  • په کورني سیاست کې یې هم د پام وړ پرمختګونه کړي دي، ښه بېلګه یې د سولې په بهیر کې د حزب اسلامي د ګوند له رهبر او حزب سره د سولې بریالۍ هڅه او پخلاینه وشوه. په کور دننه د شته غاصبینو د غصب او د دوی د پرمختګونو د مخې ډپکول، د زورواکانو او سیمه ییزو په اصطلاح ناپوهه امپراطورټوکي اشخاص او نور را کابو کول.
  • د ټاکنو د بهیر بایومتریک کول.
  • په هېواد کې د اوبو د مدیریت تر څنګ د سترو بندونو جوړول او په هر ولایت کې د اقتصادي پرمختیاوو بې ساری پرمختګ.
  • په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو په پار د اداري اصلاحاتو د کمېسیون را منځ ته کول، ځوانو او پیاوړو کدرونو ته توجه، ښځو د حقونو د ور کړې په موخه د بېلابېلو قانوني او د اسلامپالې ټولنې د عنعناتو په مطابق د چانسونو برابرول او په ټوله کې د اداري فساد د مخنیوي په موخه نوی فکر او نوې هڅه کول چې پایله یې مثبته انګېرل کېدای شي.
  • د کابل بانګ د قضيې څېړل او جدي نیول.
  • قضايي ارګانونو ته د ښې او په شرعې برابرې قضا او عدل د پلي کېدو صلاحیت ورکول او د هغوی ملاتړ.
  • د مفسدو چارواکو، څارنوالانو، نظامي لوړ رتبه افسرانو او نورو محاکمه کول او داسې نور.
  • د کډوالو او بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د ځانګړې پاملرنې په کولو سره د هغوی لپاره د ځمکو د وېش، هستوګنې او نور برابرول.
  • د لوړ پوړو چارواکو د سپما او پانګې تثبت او ثبتول.
  • هېواد ته د برېښنا په واردولو کې د پام وړ پرمختګ او د دې تر څنګ د کونۍ تولیدونکې برېښنا لپاره ګوټلي ګامونه اخیستل.
  • د سولې د ګړندۍ هڅو او نورو لپاره د دولت وسله والو مخالفینو ته د اړتیا پر اساس د ځواکمنتیا له ښودلو سره سره د هغوی لپاره د غېږ پرانیستل.
  • په معاشي سېستم له سره کتنه.
  • د ملي دفاعي امنیتي او هوايي ځواکونو د سمبالښت او د هغوی لپاره د ځانګړي او کمساري ارزښت په ورکولو د ولسمشر غني هڅې هغه څه دي چې لنډه اشاره مو ورته وکړه او تاسې به ممکن داسې ډېر نور څه ولرئ چې له ما به پاتې شوي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب