پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهملا متقي سره د محمود خان او ایمل ولي لیدنې ته غبرګونونه

ملا متقي سره د محمود خان او ایمل ولي لیدنې ته غبرګونونه

تاند:( یکشنبه، د غویي ۱۷ ) پاکستان ته د طالبانو د بهرنیو چارو  وزیر مولوي امیرخان متقي د سفر پر مهال د یو شمېر مذهبي ګوندونو د مشرانو ترڅنګ د پښتنو ملتپالو ځينو سیاسي څېرو هم له نوموړي سره لیدلي دي.

د ملا متقي د دې لیدنې اړوند خپاره شوي عکسونه ښيي چې په دې لیدنه کې د مذهبي سیاستوالو: مولانا فضل الرحمان او سراج الحق ترڅنګ، ملتپال سیاستوال محمود خان اڅکزی او ایمل ولي خان هم ناست دي.

په دغه لیدنه کې د محمود خان اڅکزي او ایمل ولي خان موجودیت د ځينو فعالانو له نیوکو سره مخ شوي.

سیاسي فعال مجید قرار لیکلي: دا محمود خان دی. دی غواړي د آزاد وطن حیثیت هم د غلام وطن برابر کړي. دی د دغه نارملایزېشن مهره ده. دی سپین پنجابی دی. سپین پنجابیان تر تورو بتر دي.

ارشاد رغاند بیا د لیدنې له عکس خپرولو سره، دغو ملتپالو سیاسي څېرو ته لیکلي:(( تاسې دا تورونه زیاتوئ:

– د کابل هر واکمن سره له کوم فکري اړخ پرته د جیب خرڅ اړیکه ساتئ.

– د خپلو واکمنو استخباراتي لاسپوڅي یاست او ورته ناڅئ.

مه کوئ، په خپلو مرداریو نور ملتپال مه بې باوره کوئ. یا دوام ورکړئ، چې د افراسیاب، منظور او نورو با عزتو عزت نور هم زیات شي! ))

له دې سره، یو شمېر فعالانو د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین له دې امله ستایلی، چې د دغې لیدنې بلنه یې رد کړې او ویلي، چې متقي سره لیدل به یې طالبانو ته د وزن ورکولو په مانا وي.

د پښتنو بل ملتپال سیاستوال او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ لیکلي: (( پښتون ملتپالنه تل هغه کسان چې طالبان یې له پښتنو سره تشبیه کړي رد کړي دي. د ترهګرۍ پر وړاندې دا مقاومت باید د سیاسي مصلحت قرباني نه شي، ځکه چې د پښتنو هویت په خطر کې دی. ))

محمود خان اڅکزي او ایمل ولي خان په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

اڅکزي له څه مودې راهیسې د طالبانو د رژیم ښکاره دفاع کوله، خو ایمل ولي خان یې تر وروستیو وختونو پورې منتقد و.

معلومه نه ده، چې محمود خان اڅکزي او ایمل ولي خان به له متقي سره په څه اړه خبرې کړي وي خو دا احتمال هم شته چې هغه یې هڅولی وی چې له افراطي پالیسیو لاس واخلي، ښځو او نجونو ته حق ورکړي او داسي اقدامات وکړي چې په نړۍ کې د افغانستان انزوا پای ته ورسیږي.

3 COMMENTS

  1. زه نه شم کولای چه بې له سنده د دغه محمود خان اچکزي په هکله څه ووایم خو د اسنادو او سویسی خبیث جنرال په شاهدي چه غربي اروپا پښتانه له مینځه وړي، نو یواځې ویلی شم چه ولې هغه نر پښتانه لکه علی وزیر او نور ولي بندیخانو کې تېروي، ولې پښتين سره نه وینې؟ نو حتماً کومه خبره خو ده! پښتانه بېدار شئ!

  2. سلامونه،
    دا هماغه ماموتخان دی چې په ډیورڼډ توره کرښه ې د خندقونو او ازغن تار له کبله پنجابي تورلنګیو ته کسان ورکړل او د ټرمپ ډالرې ېې واخستې. دا بل اېمل اسفندیار خان ې ویلي و چې که د افغان-پاک جګړه شي زه د پوکاستان سره دریږم!!….
    زه خو فیسبوک نلرم؛ مګر له افغانانو/ اوپښتنو غواړم ڼن د امریکا (وي او اې پشتو پاڼې) کې د جرنیل منیر او متقي او بلاوهلي بهټو کتنې ولولئ ، بیا به د نڼ پوکسټیڼ لرلید د افغانستان او ط ط په اړه درمالوم شي.د کاسي ساب خبره پشتنو هوښیار اوسئ.
    پي ټي ایم ناحقه نه وايي چې:: اِے جو دهشتګردي هین ایسکو پيچې وردي وردي تها او هی!! …
    هم مې ووژني پخپله — هم پر ما باندې ژړا کا
    ا.د.ن.

  3. ايمل ولي خان تري د ټولشموله او جمهوري نظام خوشتنه کړي وه او د نجونو دتعليم حق خبري ورته کړي وي. بيا ولي خلک نوکه کوي دي پشتنو سياستوالو هر وخت پاکستان کې سياست د افغانستان په سر بايللي وو خو دافغانستان زياته برخه پشتانه په هر وخت کي د ملا طرفداري کړي او خپل جمهوري نظامخلاف دريدلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب