د ټولنې وده، ځوړتیا، زرغونتیا او د سلامتیا تېرېدونکې شېبې لیکوال د نورو عادي انسانانو په څېر له سترګو تېروي او مستندوي یې. د یوې ټولنې، سیمې، هېواد، فرهنګ او په فردي ډول د تېر، روان او راتلونکي په اړه د لیکلو اسنادو تثبیت او مناسب لېږد، نورو نسلونو ته د لیکوال مسوولیت دی. له لیکلو څخه دا موخه نه ده، چې د انسان لپاره د سرګرمۍ یا وخت تېرولو زمینه برابره شي. بلکې هره لیکنه ځانته یوه ټاکلې موخه، پيغام لري او ارزښت لري. لیکنې تل د ټولنې ټيټې طبقې ته لیکل کېږي. موږ په عمرونو او تحصیلي برخو کې سره لوړ او ټيټ یوو، په ظاهري بڼه به تاسو لوړ، ښکلی، شتمن او ارامه یئ خو ذهن دی چې د انسانانو تر منځ ارزښت ټاکي. نن سبا نړۍ داسې انسانان غواړي چې په یوې برخه کې مسلکي وي. که له هر لوري یوې موضوع ته وګورو، خبره بېرته د انسان پر مهارت راڅرخي او د انسان ارزښت او مجادله د هغه درون یا ذهن پرتله کوي او لوړتیا وربښي. د لیکوال یا ادیب ارزښت تاسو ته هلته ښکاري چې تاسو د واقعیت پلټنه وکړئ. تاسو کله چې د مکتب په لومړي ټولګي کې الف، ب او ت زده کوئ، ایا کله مو فکر کړئ دا توري ستاسو په ژبه کې د لومړي ځل لپاره چا ایجاد کړي؟ یا هم کله چې تاسو له لومړي تولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې په خپله ژبه زده کړې کوئ او بیا وروسته پوهنتون ته شاملېږئ، او تحصیلي پروسه مو له کتاب پیل او پر کتاب پایته رسېږي، ایا فکر نه کوئ دا چا، ولې، د څه لپاره، چاته، په څومره وخت کې، په کوم قیمت او کوم زیار سره لیکلي یا ژباړلي دي؟. نړۍ د لیک، لوست، یادونې او مستند کولو پر مټ پرمختګ کړی دی او لا هم دوام کوي. د نړۍ په هر ګوټ کې چې کله یو نوي څه اختراع کېږي نو لومړی لیکل کېږي، مهمه نه ده چې لیکل به یوازې ادبي وي، دا ټول توپير لري، چې لیکل یوه عمومه برخه او محتوا یې د علم شاخې یا څانګې دي. د بېلګې په ډول کله چې انجېنر نقشه اچوي، لومړی اړ دی چې د یوه ساختمان د جوړښت په اړه قلم او کاغذ را واخلي او براورد وکړي، نقشه رسم کړي او نور د انجېنري اصول پر ځای کړي، کله چې دا هر په اکمال ورسېږي او په لیک کې د یوه جوړښت حقیقت ثابت شي، وروسته عملي اقدام کوي. همداسې طبي، کیمیاوي، فزیکي او تنفسي ټولو برخو کې له ثابتوالي وروسته په یوه عنصر کار پېلږي.
لیکوالي ډېرې مطالعې ته اړتیا لري او د دې تر څنګ باید ډېر تمرین وشي، موږ باید د هر څه په اړه چې پوهېږو لیکل وکړو، تحلیل یې وکړو او یوه نوې لاره د نوښت پر لور پرانېزو. په ټولنه کې څومره چې لیکوالان ډېرېږي، همدومره د علم سطحه لوړېږي ، نوي معلومات ایجادېږي، زاړه فکرونه او زړې تجربې په خپل ځای لمنځه ځي. د نني انسان دا غوښتنه ده، چې تل نوی څیز او نوې خبره زده کړي، زاړه روایتونه او علوم ورته د بسنې وړ نه دي، همدا ده چې لیکوال انسان را پورته کوي، له نړۍ سره یې وصلوي، له نورو ژبو ورته معلومات ژباړي، پیدا کوي، بیانوي او تر منځ یې توپيرونه په ډاګه کوي. لیکوالي کوم نسلي یا میراثي مهارت نه دی، بلکې کسبي بڼه ده او دا لاره بیا اوږدې مطالعې، پراخو معلوماتو او د شخص ډېرو تجربو پورې تړلی مضمون دی. هر انسان له ژونده په بېلابېلو ډګرونو کې تجربې لري خو دوی نه شي کولای خپلې د زړه خبرې په قلم بیان کړي، لیکوالي یوازې د معلوماتو غورچاڼ هم نه دی چې باید راټول شي او پرته له تخنیکي مهارتونو دې خپاره شي، بلکې په هره سیمه کې د هر موجود په تېره بیا د هر انسان مسلک معلوم دی او د خپل مسلک له لارې باید یو کار ترسره کړي، که تاسو د طب پوهنځي کادر یاست او بیا لیکنې او بحثونه په سیاست او ټولنپوهنه کې کوئ، کوم بنیادي کار نه کوئ، بلکې تاسو باید د خپل مسلک اړوند معلومات ټولنې ته وړاندې کړئ. بل لور ته که په مورنۍ ژبه لیکل وکړو، ښایي ټول یو څه ولیکي او دا هم امکان لري، چې له نوموتو لیکوالو هم ښه معلومات په خپلې لیکنې کې ځای کړي، خو یوازې د لیکوالۍ د اصولو په پام کې نه نیولو سره به لوستونکو ته لیکنه بې اعتباره او د نه ذوق وړ وګرځي، که تاسو لیکل کوئ، باید د لیکوالۍ تخنیکي مهارتونه هم زده کړئ، وګرځئ، وګورئ چې لویو لیکوالانو څه کړي، څنګه یې کړي او ولې یې کړي. د دې پوښتنو ځواب موندلو لپاره تاسو د هغوی لیکنو او کتابونو ته لاړ شئ، تاسو ته به د هغوی هره خبره نوې ښکاره شي، د هغوی د کلام عفت، تلوسه او موضوع به مو ځان سره یوسي. د اوسنۍ ټیکنالوجۍ سترګې کمرې دي، همداسې د اوسنیو انسانانو سترګې هم لیکوالان بللی شوو، ځکه لیکوال ټولنه کې اوسي، له انسان او د هغه له ګډو تجربو یې لیکي، د خپل فکر ښه او په ترتیب بیان یا ترجمانې کولی شي، دا مهارت یې خپل کړی وي، چې موضوعات څنګه تحلیل کړي او یوې ټاکلې موخې ته ورسېږي.
لیکوالي تیوریکي ده، یا د هغو صحنو یا شېبو ځغلنده تصویر دی، چې یا مخکې ترسره شوي یا به ترسره شي. هره نوې ټیکنالوجي او پرمختګ لومړی لیکل کېږي، له هغې وروسته یې ټول اړخونه په نظر کې نیول کېږي او بیا تیوري عمليکېږي. لیکوال په لیکنۍ بڼه د ثبت یو ماشین دی، دا بیا لیکوال پورې اړه لري، چې څومره د ذهن وضوح او د شیانو د سم بیان تجسم کولی شي، څومره لمسي او حسي پېښې او واقعات سره تړلی شي.