دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهدوولس ملیونه افغان ماشومان اړ شوي چې کار وکړي

دوولس ملیونه افغان ماشومان اړ شوي چې کار وکړي

تاند(چهارشنبه، د حمل ۳۰ مه) سېف دي چلدرن موسسې خبرداری ورکړ چې د وچکالۍ او د نړیوالو مرستو د کمېدو له کبله ۵ ملیونه افغان ماشومان د لوږې او سختې کاختۍ له خطر سره مخامخ دي.

دې موسسې په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان د خوراکي موادو د کمښت له خورا بد وضعیت سره مخامخ دی او اوس په هرو درو ماشومانو کې دوه غذايي مصونیت نه لري.

د اقتصادي وضعیت د خرابېدو له کبله د هغو ماشومانو، چې کار ته اړ شوي، شمېر په بې ساري ډول زیات شوی او د سېف دي چلدرن پر اساس د داسې ماشومانو شمېر اوس ۱۲ ملیونو ته رسېږي.

د سېف دي چلدرن د راپور له مخې، په افغانستان کې د وچکالۍ د دوام په نتیجه کې افغان کورنۍ، چې په سلو کې ۶۱ یې په کروندګرۍ او مالدارۍ بوختې دي، د څارویو پلورلو، د پور اخیستلو او پر خپلو ماشومانو کار کولو ته اړې شوې دي.

دې موسسې د وچکالۍ او بشري بحران تر ټولو زیات اغېز ماشومانو ته متوجه بللی دی.

تر دې مخکې د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونسیف ویلي و چې په افغانستان کې یې د ۳۵ زره ۷۰۰ هغو ماشومانو درملنه کړې چې په خوراځواکۍ اخته شوي وو.

په افغانستان کې د یونسیف د تغذیې د برخې مسوولې میلاني ګالوین د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د افغانستان په ځینو سیمو کې د خوارځواکۍ د زیاتېدو په خاطر اندېښنه وښوده، ویې ویل چې د روان ۲۰۲۲ کال تر پایه به یونسیف په خوارځواکۍ د یوولس لکه افغان ماشومانو درملنه وکړي.

د سېف دي چلدرن د معلوماتو پر اساس، د تېر ګال د اګست له پنځلسمې راوروسته په سلو کې ۸۲ افغانانو عاید له لاسه ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب