دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته د یوه پرمختللي رادار سیستم د قاچاق کېدو مخه ونیول...

پاکستان ته د یوه پرمختللي رادار سیستم د قاچاق کېدو مخه ونیول شوه

تاند(چهارشنبه، د حمل ۳۰مه) د طالبانو استخبارات وايي چې امنیتي ځواکونو یې پاکستان ته د پرمختللي رادار سیستم د قاچاق مخه نیولې ده.

په کونړ ولایت کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو ريیس نن (چهارشنبې) خبریالانو ته وویل، امنیتي ځواکونو په تېرو څو ورځو کې د کونړ ولایت په بېلابېلو برخو کې د پلټنې د عملیاتو په لړ کې ډېر شمېر سپکې او درنې وسلې او همداراز مهمات هم کشف کړي دي.

ده همداراز وویل، د وسلو او مهماتو په تړاو درې تنه نیول شوي دي.

د کونړ د استخباراتو ريیس زیاته کړه:«د کشف شوي رادار ارزښت ملیونونو افغانیو ته رسېږي، دا رادار هغه مهال د امنتیي ځواکونو له لوري ونیول شو چې ګاونډي هیواد پاکستان ته په چاقاق وړل کېده.»

دا رادار د نړیوالو ځواکونو له لوري د غره پر یوه څوکه د افغان ځواکونو په یوه پوځي اډه کې نصب شوی و او نورې وسلې امنیتي ځواکونو ته د ورکړل شویو معلوماتو پر اساس ونیول شوې.

په کونړ کې پاکستان ته د رادار د قاچاق مخه په داسې حال کې نیول شوې چې پاکستان په وروستیو ورخو کې په کونړ کې د حملې په ترڅ کې لږترلږه ۶ تنه او په خوست کې د بمبارۍ په نتیجه کې تر ۴۰ ډېر کسان ووژل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب