دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ط سترې محکمې يو شمېر تورن کسان په « درو وهلو»...

د ط سترې محکمې يو شمېر تورن کسان په « درو وهلو» محکوم کړل

تاند:( چارشنبه، د حمل ۳۱ مه) ‏د طالبانو ځينې خبري سرچینې وايي، چې د دوی سترې محکمې د کابل ولایت ابتدایه محکمې نن پنځه تنه « د شرابو د پلور او څښلو» په جرم په شپږ میاشتې بند او د ۳۵ درو په سزا محکوم کړل.

سترې محکمې ویلي، د کابل ولایت ابتدایه محکمې دوو تنو نورو ته د موټر د غصب په جرم د شپږـ شپږ میاشتې تنفیذي بند او ۳۵ درو سزا اورولې ده.

د دغو پریکړه په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

معلومه نه ده، چې طالبانو دغو تورنو کسانو ته د مدافع وکيلانو د لرلو اجازه ورکړې وه او هغوی د محکمې پر وخت حاضر وو کنه؟

د« شرعي حدودو» د عملي کولو په نوم د داسې محکمو د پيل اعلان پرون طالبانو د استخباراتو رياست يوې مطبوعاتي سرچينې جواد څارګر په خپله ټويټر پاڼه وکړ.

نوموړي ولیکل:« په یو شمېر نیول شویو مجرمینو چې دوسیې یې بشپړ او د محکمې پریکړي یې د مشرتابه لخوا تائید شوي، شرعي حدود جاري شي.»

پرون د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست مرستیال مولوي نجیب الله هم په يوه غونډه کې وويل، چې ډېر ژر به د قصاص او رجم په شمول ټول اسلامي حدود تطبیق کړي.

مخکې د طالبانو يوه بل لوړپوړي مقام مولوي نورالدين ترابي ويلي وو، چې د دوی د تېرې واکمنۍ په شان به دا ځل هم« شرعي حدود» تطبيق او له« مجرمينو» څخه لاسونه او پښې پرې او نورې سزاوې ورکړل شي.

د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال د کابل په غازي سټډیوم کې د تورنو مجرمینو لاسونه او پښې معمولا د جمعې ورځې له لمانځه وروسته په عام محضر کې پرې کیدل او خلک يې نندارې ته بلل کیدل.

معلومه نه ده، چې د دوی دا ځل دغسې کړنې به په عام محضر او که په بله بڼه تر سره کیږي.

د طالبانو له بيا واکمنیدو سره، په هرات او يو شمېر نورو ولايتونو کې د تورنو مجرمینو د مجازات په نوم ځینې ورته کړنې ترسره شوې وې، چې په پراخه کچه د بشري حقونو د مدافعینو له مخالفت سره مخامخ شوې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب