Homeروغتیاد سپي په وسیله د سرطان تشخیص

د سپي په وسیله د سرطان تشخیص

تاند- په امریکا کې څېړونکي وايي چې د سپي په وسیله د یو ډول سرطان په پېژندلو کې بریالي شوي دي.

دې سپي (عکس) په ۳۴ تنو کې، چې سرطان یې تشخیص شوی وو، ۳۰ تنه وپېژندل چې په دې ناروغۍ اخته دي.

د دې څېړنې پایلې د امریکا د متخصصانو د ټولنې په کالنۍ غونډه کې اعلان شوې او وویل شول چې د حیواناتو شامه یا د بویونې حس خورا حیرانوونکی دی.

ویل شوي چې سپي یوازې د ترویید غدې، چې د انسان په ستوني کې ده، سرطان پېژندلی دی.

له سپو څخه د وسلو، باروتو، مخدرو موادو او ګڼو نورو شیانو په موندلو کې کار اخیستل کېږي خو دا لومړی ځل دی چې د انسان د یوې ناروغۍ په پېژندلو کې ترې کار اخیستل کېږي.

د سرطان تر ټولو خطرناکه برخه دا ده چې اکثره ډولونه یې په اسانه نه تشخیص کېږي او یا په ځڼد تشخیص کېږي. که سرطان په لومړیو مرحلو کې تشخیص شي، په اسانه یې درملنه کېدای شي خو که سرطان خپلې ريښې زیاتې وځغلوي بیا یې درملنه ګرانه او حتي ناممکنه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...