یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیااتریشۍ پروفیسوره فلج لاسونه رغوي

اتریشۍ پروفیسوره فلج لاسونه رغوي

تاند: هغه کسان چې د عصبي رشتو د ټپي کېدو له کبله یې لاسونه فلج شوي دي له دې وروسته کولی شي چې د جراحي عملیاتو په مرسته بېرته عادي حرکت وکړي.

د اتریش په وینا کې د آسټن هیلت کمپنۍ پروفیسرې نتاشا وینزایل په دې تړاو بریالي جراحي عملیات کړي دی.
د نوموړې یو ناروغ د اروپا په سفر وتلی، بل یې خپل ماشومان بازار او ښوونځي ته بیايي او داسې نور کسان یې هم بېرته د ښه ژوند مالکان وګرځول.

نتاشا تر دې دمه له خپلو همکارانو سره ۱۶ کسان عملیات کړي دي چې د موټر د ټکر یا لوبه کې د راغورځېدو له کبله د عصبي رشتو ټپونه لیدلی وو او بیا یې لاس یا هم پښې کار پریښی و.

دغې پروفیسرورې د انسان د حرام مغزیا سپاینل کارډ عصبي نسجونه چې ټول بدن ته یې ریښې غځېدلې دي، په بای پاس طریقه عملیات کړي او بیرته یې د لاس او پښو له عصبي ریښو سره نښلولي دي.

له عملیات وروسته دوه کاله د ناروغانو فزیو تراپي شوې او له هغې وروسته یې لاس کار شروع کړی، مړوند یې خوځولی شو، ګیلاس یې پرې نیولی شو، موبایل یې پرې را اخیستلی شو او مړۍ یې هم پرې خولې ته وړلی شوه.
نتاشا او همکارانو یې دې کار لپاره د ټینډن ټرانسفر تخنیک کارولی چې په دې طریقه کې نسج له عضلاتو سره نښلول کېږي.

ډاکټرانو په هر ناروغ کې نږدې پنځوس نسجونه له عصبي ریښو سره نښلولي چې په دې ترڅ کې یې ۴ ناکام شوي دي.
دوی وایي، له ټکر یا پېښې وروسته چې هر څومره ژر جراحي عملیات وشي هومره ژر انسان جوړېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب