یکشنبه, جنوري 12, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد اوبو او انرژۍ وزارت په هرات کې د دوو بندونو د...

د اوبو او انرژۍ وزارت په هرات کې د دوو بندونو د جوړېدو قرارداد لاسلیک کړ

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدي ۲۳ مه)

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې په هرات ولایت کې د اوبو د زېرمه کولو لپاره یې د دوو نویو بندونو د جوړولو قرارداد لاسلیک کړی دی.

 د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه قرارداد له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی او په هرات کې د “تذربید” او “واخل” بندونو د سروې، ډیزاین او تطبیق چارې پکې شاملې دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په دې اړه خپله خبرپاڼه د یکشنبې په ورځ په ایکسپاڼې کې خپره کړې او په هغې کې یې لیکلي چې دا قرارداد د یاد وزارت سرپرست عبداللطیف منصور او د اسحق سدیس ساختماني شرکت رئیس محمد حسین عثماني ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د قرارداد له مخې، د سدیس ساختماني شرکت به د یادو بندونو په اړه د سروې، ډیزاین او تطبیق چارې پیل کړي، او د اوبو او انرژۍ وزارت به د تفاهم‌لیک مطابق ورسره همکاري کوي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د دغو ذخیرې بندونو د دقیق موقعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

په هرات او فراه ولایتونو کې د هریرود سیند په اوږدو کې د اوبو بندونو د جوړولو چارې تر اوسه د ایران له منفي غبرګون سره مخامخ شوي دي. سره له دې چې د پخواني حکومت په دوره کې د دې بندونو په جوړولو کې ډېرې هڅې شوې وې، خو د پاتې کارونو بشپړول د ایران او طالبانو ترمنځ وخت ناوخته اړیکې کړکېچنې کړې دي.

په وروستیو ورځو کې طالبانو هرات ښار ته نژدې د پاشدان بند د چارو د بشپړېدو خبر ورکړ چې ورپسې ایراني چارواکو د اوبو د حق ادعاوې مطرح کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب