جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهداودزی: پښتانه نظریاتي نه؛ تصادفي پښتانه دي

داودزی: پښتانه نظریاتي نه؛ تصادفي پښتانه دي

تاند (یکشنبه، د جدې ۲۴ مه) د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام یوه مقام عمر داودزي په یوه مرکه کې د طالبانو د واکمن رژیم په اړه ادعا وکړه، چې مشران یې په نظریاتي لحاظ نه؛ بلکې په تصادفي ډول پښتانه دي.

هغه په کندهار کې د طالبانو تحریک رامنځته کېدو ته په اشارې وویل: که د جهادي تنظیمونو د واکمنۍ پر مهال د طالبانو تحریک په بدخشان کې رامنځته شوی وای، طبیعي وه چې ډېر مشران به یې د بدخشان تاجکان وای.

داودزي زیاته کړه، چې طالبانو له رامنځته کېدو تر ننه په مختلفو پړاوونو کې له قومي، سمتي او نورو کارتونو هم د ځان په ګټه کار اخیستی، خو د ده په باور، دغه تحریک اساساً یو مذهبي جریان دی، چې ځان په خپل مزاج د «اسلامي نظام» په رامنځته کولو مکلف بولي.

عمر داودزي په دې مرکه کې د نجونو له زده کړو او د ښځو له کار سره مخالفت او په قدرت کې د نورو نه شریکول د طالبانو نه پای ته رسېدونکي دریځونه وبلل.

د هغه په وینا، د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال د ملګرو ملتونو لوړپوړی کارکوونکی و او یو ځل کندهار ته د یوه ډېر باصلاحیته پلاوي په ترکیب کې تللی و.

سرچینه زیاتوي: طالب مشرانو ته مو وویل، چې د نجونو د زده کړو او کار لپاره چې هر ډول شرایط وضع کوئ، نړیوال یې منلو ته چمتو دي او تړون یې درسره کوي، خو له څو ورځې خبرو وروسته طالب استازو موږ ته وویل، چې په دې اړه موږ هیڅ انعطاف نه شو کولی.

طالب چارواکو د عمر داودزي دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په عمومي توګه د ځان په اړه هر ډول منفي قضاوتونه او ادعاوې بې اساسه بولي.

3 COMMENTS

  1. Taking the right of education from the girls and work form women and from the educated people and appointing ONLY mullahs and Talibans is a serious corruption.
    Everyone particularly the government is responsible to bring reforms (reformation) to the society NOT the prevention. It is merely injustice and discrimination and growing apartheid in the society. It is racism and having no respect to the people. There is corruption in each group and previous Jihadi parties. All of them are created by Pakistan and Nasrullah Babar, Hamed Gull, Karnail Imam and many more tutors. They trained them, armed then and sent them to Afghanistan to destabilise it and to destroy and burn all the premises of Afghanistan.

  2. سلامونه،
    داخبر غلط خپور شوی. عمر داودزی نه وایي چي (ټول) پښتانه نظریاتي نه؛ تصادفي پښتانه دي . بلکي د طالبنو د رژیم دمشرانو! په
    اړه ادعا کوي چي (هغوی)نظریاتي نه؛ تصادفي پښتانه دي
    هیله ده تاندوال په راتلونکي کي د دغسي وړو، خومهمو! غلطیومخه ونیسي.
    په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب