یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهخنجاني: پاکستان سره دښمني د افغانستان د غیر پښتنو تاریخي حماقت دی

خنجاني: پاکستان سره دښمني د افغانستان د غیر پښتنو تاریخي حماقت دی

تاند (یکشنبه، د جدې ۲۴ مه) د جمهوري نظام د سولې وزارت مرستیال او پخواني ژورنالېست عبدالله خنجاني له پاکستان سره د افغانستان د غیر پښتنو ادعا شوې دښمني د دوی« تاریخي حماقت» ګڼلی او تور یې پورې کړی چې غیر پښتنو دا ادعا شوې دښمني د پښتنو د واکمنۍ د ټینګښت لپاره کړې ده.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په اړه د پاکستان د جمیعت علمای اسلام کوند د مشر ملا فضل الرحمان هغه ادعا شوې خبره نقد کړې، چې د فضل الرحمان په وینا ملا یعقوب ورته کړې.

فضل الرحمان ادعا کړې، چې ملا یعقوب د کابل د سفر پر مهال ورته ویلي: طالبان د ځان او پاکستان ترمنځ هیڅ کوم توبیر نه ویني.

د فضل الرحمان له لوري، ملا یعقوب ته منسوبه شوې دغه خبره د نوموړي او ورته نیږدې کسانو له لوري رد یا تایید شوې نه ده.

د فضل الرحمن یاده ادعا د افغانستان انټرنشنل تلویزوني شبکې له لوري خپره شوې.

دغه شبکه، د منتقدانو لخوا ډېر ځله د طالبانو خلاف په تبلیغاتو او د خبرونو په تحریفولو تورنیږي.

د سولې د ړنګ شوي وزارت مرستیال خنجاني د دغې ادعا په اړه زیاته کړې، چې کرزی او اشرف غني دواړه پاکستان سره ښه وو او د ده په ټکو، طالبان اوس د افغانستان په شمال کې د پښتونخوا د وګړو د مدغمولو په حال کې دي.

نوموړي د افغانستان غیر پښتانه قومونه د پاکستان دښمنان ګڼلي او دا یې د دوی تېروتنه ګڼلې.

خنجاني په دې ډول غیر پښتانه هڅولي، چې پاکستان سره نیږدې شي او ښې اړیکې ورسره وپالي.

 عبدالله خنجاني، چې اوس په لندن کې ژوند کوي، په کابل کې اوږده موده د یک تلویزوني شبکې مسوول مدیر پاتې شوی و.
هغه د جمهوري نظام له پرځیدو وروسته، په پرله پسې ډول په تلویزوني خپرونو کې له برخې اخیستو سره د قومي نفاق خورولو په هڅو تورن شوی.
د ورته څرګندونو منتقدان باور لري، چې په افغانستان کې قومي نفاق ته لمن وهونکي د بهرنیانو اجنډاوې تعقیبوي، هغه هم په داسې حال کې چې خپله بهرنیو هېوادونو کې آسوده ژوند کوي، خو په هېواد کې دننه د افغانانو ترمنځ ژوند ستونزمنوي.

4 COMMENTS

  1. PAKISTAN IS ENEMY OF ALL AFGHANS.
    NO MATTER PUKHTOOON OR NOUN PUKHTOON
    PAKISTAN IS ENEMY FOR AFGHANISTAN.NOUN PUKHTOON ALWAYS THINK ABOUT POCKETS,
    BUT PUKHTOONS THINK FOR FREEDOM OF COUNTRY AND NATION LOOK TO ISLAMIC IMARAT AND DOUBLE ABDULLAH/QANOONY/NOOR/RABABNY/ISMAIL/DUSTEM ALL ARE CORRUPT

  2. عبدالله خنجاني په دغه خبرو د ځان لپاره د لندن د تابعت اسناد پیدا کوی. خنجاني په دیی فکر دي چه له دیی خبرو وروسته به پښتانه راپسی پدی خبری او اختارونه ولیکی او بیا به یی انګریزانو ته ښکاره کړم چه وګوره یا تابعت راکړی یا خو زه نور افغانستان ته تلای نشم.

    دغه عبدالله خنجانی ډیر ګډوډ سړی دی په افغانستان کی یی داعیش سره مرسته کوله، کیدایشی لندن کی هم ریشی ولری.

  3. طالبان باید د عبدالله جان خاین کار ورجوړ کړي دغه ددغو ټولو نجاستونو تر شا د لستوڼي د مار عبدالله خنزیر لاس ده 🐖😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب