یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهملا فضل الرحمن: افغان کډوالو سره د پاکستان یو فیصد چلند به...

ملا فضل الرحمن: افغان کډوالو سره د پاکستان یو فیصد چلند به ناوړه و

تاند (یکشنبه، د جدې ۲۴ مه) د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمن چې افغانستان ته په یوه سفر راغلی و، له ملي تلویزون سره د مرکې پر مهال ادعا کړې چې له افغان کډوالو سره د دوی د ایستو پر مهال به د پاکستان یو فیصد چلند ناوړه وي.

نوموړي دا خبره د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړه، چې ورڅخه د ایستل کیدونکو افغان کډوالو د شتمنیو د ضبط او ناوړه چلند په اړه وه.

هغه ادعا وکړه، چې هېواد یې څلوېښت کاله د افغان کډوالو ښه مېلمه پالنه کړې او د دوی رخصتول هم باید له ښو خاطرو سره وي.

فضل الرحمن د دې ترڅنګ، له افغان کډوالو سره د پاکستاني ځواکونو د ناوړه چلند د راپورونو توجیه هم وکړه او ویې ویل، چې په دې برخه کې به د دوی ځواکونه او استخبارات ځینې راپورونه ولري.

دغه پاکستاني سیاستوال په افغانستان کې د طالبانو له واکمن رژیم څخه خوښي وښوده او له نړیوالو یې د په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه، خو د پاکستان له لوري یې نه په رسمیت پېژندل د خپل هېواد د «مصالحو» په نظر کې نیول یاد کړل.

فضل الرحمن له طالب چارواکو څخه د ده د ښې مېلمنه پالنې مننه وکړه او ویې ویل، چې خورا درناوی یې ورته کړی.

هغه له نورو جزیاتو پرته ټینګار وکړ، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل هڅې یې پيل کړي او د ښو پایلو تمه لري.

3 COMMENTS

  1. ملا ډیزلی پوهیوې چی د طالب سترګې ورته مړی دی چی داسی خبری کوی ستا اورته لا له دی ژیړ دهندو پټکی سره خر وغیې ستاسو بیناموس رویه له ماجرینو سره ۹۹٪ د یهود اړ نصارا رویه ده لعنت دی په ستا د یهود زوی وې

  2. دده ښځه د جناح فرنګي د لمسي وغیم دغه د پنجاب غلام د طالب د اروتو میړه دومره بې شرمه څرکندونې کوي او طالب سر هم نه پرې ګروي 😡🤮🐖

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب