یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد پاکستانۍ روپۍ ارزښت ۲۱۵.۲۵ ته په رسېدلو سره په بې ساري...

د پاکستانۍ روپۍ ارزښت ۲۱۵.۲۵ ته په رسېدلو سره په بې ساري کچه ولوېد

تاند(دوشنبه، د سرطان ۲۷ مه) د کراچۍ د ونډو په بازار کې د امریکایي ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت په بې ساري ډول ولوېد.

نن یو امریکایي ډالر د بانکونو د داخلي نرخ په اساس په ۲۱۵.۲۵ روپیو تبادله شو او دغه لړۍ په چټکۍ سره مخ پر ځوړي روانه ده.

په ورته وخت کې، په ازاد بازار کې د یوه ډالر قېمت ۲۱۷ روپیو ته رسېدلی او مخ پر ښکته روان دی.

د پاکستان جیو نیوز تلوېزیون وېب سایټ لیکلي چې د ورځې له پیل نه د ورځې تر نیمایي پورې د یوه ډالر په قېمت کې ۴،۳۰ روپۍ توپیر راغلی خو دا لا معلومه نه ده چې د ورځې تر پایه به دا نرخ څو ته ورسېږي.

کارپوهان وایي، د ډالر په قېمت کې د هرې یوې روپۍ په ډېرېدلو سره د بهرنیو سودي پورونو په لړ کې دغه هېواد ته ۱۳۷ میلیارده روپۍ (څه باندې ۶۵۰ میلیونه ډالر) تاوان ور رسیږي چې په دې حساب یوازې نن یې د بهرني پور اندازه له دوه نیم میلیاردو ډالرو څخه ډېره زیاته شوې ده.

پاکستان د خپل اقتصاد او روپۍ د ارزښت د ژغورلو لپاره هر لوی او واړه بوټي ته لاس ور اچوي، او له همدې امله یې هڅه کوله چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ راخلاصې کړي او د خپل اقتصاد د ژغورلو لپاره یې د نړۍ والو بانکونو پرځای په خپلو بانکونو کې ذخیره کړي، او د روپۍ ارزښت پرې وساتي خو بریالي نشول.

دغه هېواد اوس په کلدارو د افغانستان د ډبرو سکرو په پېرودلو ټینګار کوي، او که په خپل دې هدف کې بریالي شي، ګټه یې یوازې پاکستان او تاوان یې سراسر افغان ولس او سوداګرو ته رسېږي.

1 COMMENT

  1. لکه چه امارت اسلامی ورسره په کلدارو د سکرو پلورل و نه منل ، پاکستان ته د خپلو پیسو د ثبات لباره افغانستان او امریکی کومکونو ته امید پاتی وو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب