شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهشپږیزه: کابل بازانو بند امیر ته ماتې ورکړه

شپږیزه: کابل بازانو بند امیر ته ماتې ورکړه

تاند(دوشنبه، د سرطان ۲۷ مه) شپږیزه کرکټ لیګ، چې د افغانستان تر ټولو مهم کورنۍ غوره لیګ دی، نن (دوشنبه) د اتصالات مخابراتي شرکت په اصلي ملاتړ پیل او لومړنۍ لوبه د کابل بازانو او صافي برادرز بند امیر ترمینځ ترسره شوه.

دا سیالي کابل بازانو په ۴ ویکټونو او ۳۴ توپونو وګټله.

بیټنګ لومړی بند امیر پیل کړ او ۱۲۱ منډې یې هدف وټاکه.

د کابل بازارنو لپاره عظمت الله عمرزي ښه باولینګ وکړ. دی چې د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو، ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

شپږیزه کرکټ لیګ کلنۍ ۲۰ اوریزې لوبې دي، چې  اته لوبډلې پکې لوبیږي.

د دې لیګ په ترڅ کې به، چې د اګست تر ۵ نېټې دوام کوي، ۳۲ مسابقې وشي.

کرکټ د افغانانو د خوښې لوبه ده، او د دې لامل په نړیواله کچه په دې لوبه کې د افغانستان د ملي لوبډلې او همداراز تر نولس کلونو د کشرې لوبډلې ښه ځلېدا او د کرکټ په نړیوالو لیګونو کې د افغان کرکټ لوبغاړو لوبیدل دي.

د افغانستان کرکټ په ډیر لنډه موډه کې ډیر لوی مزل کړی دی، او اوسمهال د نړۍ په وتلو لوبډلو کې ګڼل کیږي.

 د افغانستان کرکټ بوډ په باور د کرکټ په وده او پرمختګ کې اتصالات رول لرلی دی ځکه چې دغه مخابراتي شرکت په ځلونو افغان لوبډلې او لیګونه سپانسر کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب