تاند( دوشنبه ، د سرطان ۲۷ ) د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د نن مازیګر زلزله کې لس تنه ټپيان شوي او لسګونه کورونه هم ویجاړ شوي.
د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې ښايي تلفات نور هم لوړ شي.
تاند ته رسيدلي تازه راپورونه څرګندوي، چې نن ماسخوتن شاوخوا نهه نیمې بجې بيا په ياده سيمه کې زلزله شوې ده.
د دغې زلزلې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
پکتیکا کې څه موده مخکې د یوې سختې زلزلې له امله تر زرو پورې کسان وژل شوي او څو زره تنه نور ټپيان شول.
د يادې زلزلې وران شوي ځايونه تر اوسه پورې بيرته رغول شوي نه دي او سلګونه زره کسان دغې زلزلې زيانمن کړي دي.