جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهد ۴ انسان تښتونکو نیول؛ د ۱۸ ميليونه افغانيو له تر لاسه...

د ۴ انسان تښتونکو نیول؛ د ۱۸ ميليونه افغانيو له تر لاسه کولو سره ېې يو کس وژلی

تاند( دوشنبه ، د سرطان ۲۷ ) ‏‏‏په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو رياست وايي، چې ۴ تنه يې دانسان تښتونې په تور ونیول.

سرچينه وايي، چې نیول شویو کسانو څه موده وړاندې له یو تن څخه څه د پاسه ۱۸ میلیونه افغانۍ اخیستې وې اوبیا یې وژلی و.

 د‌ سرچينې د معلوماتو له مخې، دغو کسانو اوس پلان درلود چې یو بل تن له جلال اباد څخه وتښتوي خو موخې ته له رسیدو مخکې ونیول شول.

طالبانو د دغو کسانو هويت نه دی په ډاګه کړی.

د دوی له بیرته واکمنيدو سره، په افغانستان کې د نورو جنايي جرمونو تر څنګ د انسان تښتونې پېښې هم زياتې شوي، چې يو اصلي دليل يې اقتصادي ناورين ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب