Homeخبرونهپکتيکا کې پرله پسې زلزلې؛‌د ځمکې وېرونکو غږونو خلک په رواني ناروغیو...

پکتيکا کې پرله پسې زلزلې؛‌د ځمکې وېرونکو غږونو خلک په رواني ناروغیو اخته کړي

تاند( سې شنبه ، د سرطان ۲۸ ) ‏‏‏‏‏د ‎پکتیکا د ګیان ولسوالۍ په ږلۍ کلي کې له تېر مازیګر راهیسې زلزله پیل شوې چې د تېرې شپې تر ناوخته یې دوام درلود.

د طالبانو ځايي چارواکي وایي چې په یاد کلي کې له ځمکې ویرونکی غږ راپورته کېږي چې د سیمې خلک یې په رواني تکلیف اخته کړي.

هغوی له اړوندو ادارو غوښتي چې سیمې ته جیولوجیکي ټیم ولېږي چې څېړنه وکړي.

پرون ناوخته ځايي چارواکو د وروستیو زلزلو له کبله د لسو تنو د ټپي کیدو او لسګونه کورونو د ویجاړیدو خبر ورکړی و.

پکتیکا کې څه موده مخکې د یوې سختې زلزلې له امله تر زرو پورې کسان وژل شوي او څو زره تنه نور ټپيان شول.

د يادې زلزلې وران شوي ځايونه تر اوسه پورې بيرته رغول شوي نه دي او سلګونه زره کسان دغې زلزلې زيانمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...