چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+د ډیل کارنګي پنځوس زرینې ویناوې

د ډیل کارنګي پنځوس زرینې ویناوې

ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ آرامتیا ته د رسېدو له پاره باید په تېر او راتلونکې باندې اوسپنیزه کرښه کش کړئ او یوازې د اوس په اړه فکر وکړئ.

۲ ـــ د نیمګړتیاوو او عیبونو پېژندل تر هنر لیدلو ښه دی.

۳ ـــ که چېرې اخلاقي بدۍ پرېښودل هم شي، نو د ټپ په څېر له رغېدو وروسته به یې ځای باقي پاتې وي.

۴ ـــ موسکا له څو شېبو نه زیاته نه وي، خو یاد یې ټول ژوند پاتې کېږي.

۵ ـــ که چېرې وینې، چې څوک تاته نه موسکی کېږي، نو لامل یې په خپلو تړلو شونډو کې ولټوه.

۶ ـــ که چېرې کېنو او کار ونه کړو، نو ماغزه به مو چینجي وخوري، د ارادې او عمل ځواک به رانه واخلي.

۷ ـــ ترڅو چې کولای شئ د ځان له پاره صمیمي دوستان وټاکئ او پوه شئ، چې هرڅومره مو دوستان ډېروي، په ژوند کې بریالي یاستئ.

۸ ـــ موسکا لګښت نه لري، خو ګټه یې زیاته ده.

۹ ـــ که چېرې د دښمنۍ غوښتونکی یې، نو ځان له خپلو دوستانو څخه غوره وګڼه، مګر که چېرې دوست غواړې، پرېږده چې دوستان دې له تا څخه ځان غوره وګڼي.

۱۰ ـــ هر څه ته مخکې له پېښېدو کتل او لرلید لرل ښه کار دی، خو راتلونکو بد مرغیو ته نن ورځ غمجنېدل ښه نه دي. په هوا کې تر زندان جوړولو ولې ښکلې ماڼۍ نه جوړوئ.

۱۱ ـــ مذهبي ایمان په بشپړه توګه د غم او اندېښنې د درملنې تر ټولو غوره وسیله ده.

۱۲ ـــ تاسو کولای شئ، نورو ته په پام سره د دوه میاشتو په لړ کې ډېر دوستان پیدا کړئ، تردې چې وغواړئ په دوه کلونو کې د نورو پام ځانته را واړوئ.

۱۳ ـــ موږ د څلورو لارو په وسیله له خلکو سره په اړیکه کې یو او زموږ ارزښت د همدې څلورو شیانو له مخې څرګندېږي، ۱ ـــ هغه کړنې چې ترسره کوو یې . ۲ ـــ هغه څه چې خلکو ته یې ښایو . ۳ ـــ هغه څه چې وایو یې . ۴ ـــ په کوم ډول یې وایو.

۱۴ ـــ د تېروتنې بښنه، پسته غچ اخیستنه ده.

۱۵ ـــ د تکبر حس په ټولو خلکو کې یو شان دی، خو اختلاف یې په څرګندولو کې دی .

۱۶ ـــ چاپړوسي هم ویونکی او هم اورېدونکی بې لارې کوي.

۱۷ ـــ ډېر خلک ډاکټر ته د ورتګ پر ځای، یوه همراز او خوالګر ته اړتیا لري، چې د دوی د زړه درد ته غوږ ونیسي.

۱۸ ـــ کوم شی، چې د انسان د وېرې لامل ګرځي، هغه د پیسو نېستي نه، بلکې د پیسو مصرفول دي.

۱۹ ـــ کله چې دوستي خپل وروستي پړاو ته ورسېږي، نو د کوچنۍ خوابدۍ په رامنځته کېدو سره د ګیلو کیسه پیلېږي.

۲۰ ـــ نارینه د مېرمنو مخ ګوري، نه کالي.

۲۱ ـــ له نورو سره وخانده، خو په نورو پورې مه خانده.

۲۲ ـــ پرېږده، چې مخاطب داسې خیال وکړي، کوم فکر چې تا ورکړی، خپل یې دی.

۲۳ ـــ له شخړې نه داسې تښته، لکه له زلزلې او مار نه چې تښتې.

۲۴ ـــ په هیلو کې بریا، زموږ له ځواک او ارادې سره نېغ په نېغه تړلې ده.

۲۵ ـــ خلک په درې ډوله دي : لومړی د پیسو نوکران . دویم د پیسو ملګري . درېیم د پیسو څښتنان.

۲۶ ـــ اورېدل زده کړئ او غږېدونکی وهڅوئ، چې د ځان په اړه وغږېږي .

۲۷ ـــ خپل کار په غوره ډول ترسره کړه او وروسته خپله زړه چترۍ په خپل سر باندې ونیسه، تر څو د نیوکو له باران څخه دې خوندي وساتي.

۲۸ ـــ هره پېړۍ ځانګړې ناروغۍ لري، د اوسنۍ پېړۍ ناروغي فکر او اندېښنه ده.

۲۹ ـــ په ژوند فکر وکړئ، خو خپګان مه کوئ.

۳۰ ـــ کار تر ټولو ارزانه درمل دي، چې د اندېښنې د له منځه وړلو له پاره زموږ په واک دي.

۳۱ ـــ زه په بېلا بېلو کارونو کې د ځواک او انرژۍ په خپرېدو باندې باور نه لرم.

۳۲ ـــ موږ د دې له پاره ستړي کېږو، چې احساسات مو په بدن کې د عصبي فشارونو د تولید لامل ګرځي.

۳۳ ـــ اې هغه ځوانانو، چې د ژوند په پسرلي کې یاستئ، د ځوانۍ د دې قېمتي جوهر په ارزښت پوه شئ، د ژوند پسرلي مو د طبیعت په پسرلي نېک کړئ.

۳۴ ـــ په هره څانګه کې د بریا رښتینې لار داده، چې په هغه څانګه کې ځان د استادۍ پړاو ته ورسوې .

۳۵ ـــ د دې پرځای، چې له خپلو دښمنانو څخه کرکه وکړو، باید د الله (ج) ډېر شکرونه پرځای کړو، چې زموږ ژوند یې د هغوی په څېر نه دی رامنځته کړی .

۳۶ ـــ که چېرې رښتینې نړۍ پرېږدو او د خوبونو نړۍ پسې لاړ شو، چې زموږ ذهن رامنځته کړې ده، نو دا هغه وخت دی، چې د ځان له پاره مو لېونتوب اخیستی دی .

۳۷ ـــ که څوک وغواړي، چې له تاسره خپله خوښي بدله کړي وې منه، خو غم له هیچا سره مه بدلوه .

۳۸ ـــ په یاد ولرئ، چې د انسان نېکمرغي د هغه په مقام او شتو پورې تړاو نه لري، بلکې نېکمرغي یوازې د هغه په فکر پورې تړلې ده .

۳۹ ـــ که زما له ژونده، زما دوستان لرې کړئ، زه به مطلق صفر شم.

۴۰ ـــ که چېرې غواړې، چې په وېره باندې غالب شې، نو په کور کې مه کېنه، بهر لاړ شه او ځان بوخت کړه.

۴۱ ـــ سیالي او دوستي هېڅکله له یو بل نه انکار نه کوي.

۴۲ ـــ نظم د طبیعت لومړنی قانون دی.

۴۳ ـــ که د کرکې چشمې له سترګو لرې کړئ، نو وبه ګورئ چې ژوند له دغې نه هم ښه او ښکلی دی، چې تاسو یې په اړه فکر کوئ.

۴۴ ـــ ترڅو چې پله ته نه یې رسېدلی، له هغه څخه مه تېرېږه او د تویې شویو شیدو له پاره ژړا مه کوه .

۴۵ ـــ موسکا په بیه نه شو اخیستلای او نه یې په سوال لاس ته راوړلی شو، نه یې په پور او نه یې غلا کولای شو .

۴۶ ـــ په خپلو شونډو موسکا ولرئ.

۴۷ ـــ په را پرېوتو کې زیان نه شته، بدمرغي په بېوزلۍ او خوارۍ کې ده.

۴۸ ـــ که چېرې پوهېږئ، چې ګناهکار یاستئ، نو بې له ځنډه او د زړه له کومې خپله ګناه ومنئ .

۴۹ ـــ دوه کسانو د زندان له پنجرې بهر ته کتل، یوه خټې لیدې او بل راڼه ستوري .

۵۰ ـــ د ستونزې د حل له پاره، لومړی باید حقیقت پیدا کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب