جمعه, مې 3, 2024
Home+د اکتوبر ۷ مه ولادیمیر پوتین د زوکړې ورځ ده

د اکتوبر ۷ مه ولادیمیر پوتین د زوکړې ورځ ده

تاند(پنجشنبه، د اکتوبر ۷مه) ولادیمیر پوتین، چې د روسیې د ولسمشر او صدراعظم په توګه دندې اجرا کړي، د ۱۹۵۲ م کال د اکتوبر په اوومه د هماغه وخت په لیننګراد او اوسني پیترزبورګ کې زېږېدلی دی.

پوتین د شوروي اتحاد له پاشلتیا وروسته په ۱۹۹۹ کې د روسیې د لومړني ولسمشر بوریس یلڅین له لوري صدراعظم وګومارل شو.

بوریس یلڅین د روغتیايي وضعیت له پر له پسې خرابېدو او د ۱۹۹۹ کال د دسمبر په ۳۱مه له استعفا وروسته پوتین د هیواد سرپرست ولسمشر شو.

پوتین چې د بیریزوسکي او په کریمیلین کې د نورو نفوذ لرونکو له لوري په پام کې نیول شوی و، سرپرست ولسمشر وټاکل شو او د ۲۰۰۰ کال د مارچ په انتخاباتو کې یې د دغه مقام لپاره بریا ترلاسه کړه.

د کریملین اغېزناک کسان د ولسمشر په توګه له پوتین سره خوښ وو او نوموړی وتوانېد د رسنیو کنټرول تر لاسه کړي.

د رسنیو کنټرول له نوموړي سره مرسته وکړه چې د چیچنیا له جګړې نیولې د مسکو تر تروریستي بریدونو پورې پېښو ته د دولتي دریځ واګې په لاس کې واخلي.

دې چارې له نوموړي سره د نوې روسیې او مشر په اړه یې د تصور په رامنځته کولو کې مرسته وکړه او دغه راز یې د نوې روسیې د دښمنانو د ترسیمولو چاره هم په لاس ورکړه.

پوتین د خپلې خوښې والیانو له ټاکلو وروسته په تدریجي ډول د ټول هېواد کنټرول ترلاسه کړ.

سږ کال په روسیه کې یو قانون تصویب شو چې پوتین ته تر ۲۰۳۶ پورې د ولسمشر پاتې کېدو لار هواروي. تر هغه وخته به پوتین ۸۴ کلن وي.

پوتین لومړی پلا له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۸ او بیا تر ۲۰۱۲ پورې د روسیې د فدراسیون ولسمشري کړې، وروسته د قانوني ممانعت له کبله صدراعظم شوی او خپل صدراعظم یې ولسمشر کړی خو بېرته یې ځان ته د ولسمشرۍ لاره هواره کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب