Homeټولنیزتاریخشل کاله پخوا په دې ورځ د طالبانو حکومت وپرزول شو

شل کاله پخوا په دې ورځ د طالبانو حکومت وپرزول شو

تاند(پنجشنبه، د اکتوبر ۷مه) له نن څخه ۲۰ کاله پخوا د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه د امریکا متحدو ایالتونو د خپلو نژدې متحدانو په همکارۍ په افغانستان کې پر طالبانو یرغل پیل کړ.

د دې برید هدف ظاهراً د القاعده شبکې له منځه وړل او دې شبکې ته د پناه ورکولو په خاطر طالبانو ته د سزا ورکول و ځکه چې القاعده شبکې د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر په یوولسمه په امریکا کې تروریستي بریدونه کړي وو.

طالبانو هماغه مهال د افغانستان له ۹۰ تر ۹۵ سلنه خاوره په کنټرول کې لرله او له شمال ټلوالې سره په جګړه کې ښکېل وو.

د امریکا د هماغه وخت ولسمشر د سپټمبر د یوولسمې له حملو وروسته له طالبانو وغوښتل چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وروسپاري یا یې له افغانستانه وباسي خو طالبانو له دواړو غوښتنو انکار وکړ او د امریکا په حملو کې یې د شواهدو غوښتنه وکړه. امریکا د طالبانو غوښتنه بې معنا وبلله او د اکتوبر په اوومه یې د تلپاتې ازادۍ په نوم عملیات پیل کړل. په دې عملیاتو کې له امریکا سره بریتانیا شریکه وه. له دوی سره وروسته د ناټو د نورو غړیو هیوادونو ځواکونه ملګري شول او طالبان یې د دسمبر په ۱۷ مه وپرزول. د طالبانو او القاعده اکثره مشران ګاونډي پاکستان ته لاړل. د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وروسته له دې چې د ننګرهار ولایت په توره بوړه کې د محاصرې کړۍ پرې تنګه شوه، پاکستان ته وغورځېد.

د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته امریکا او ايتلافي ځواکونو یې د افغانستان په اکثرو لویو ښارونو کې اډې جوړې کړې.

په دسمبر کې د ملګروملتو امنیت شورا د (ISAF) ایساف په نوم نړیوال امنیت ساتونکی ځواک جوړ کړ چې په پیل کې یوازې په کابل کې مېشت و. دغه ځواک د امنیت ساتنې ترڅنګ افغان امنیتي ځواکونه روزل.

په همدې میاشت (دسمبر) کې د جرمني په بون کې د افغانانو په یوه کنفرانس کې، چې اکثره برخوال یې د شمال ټلوالې غړي وو، حامد کرزی د افغانستان د موقت حکومت مشر وټاکل شو. په ۲۰۰۲ کې په کابل کې لویې جرګې، چې خیمه ورته له جرمني څخه راوړل شوه او لا هم د کابل په پولیتخنیک پوهنتون کې شته، انتقالي حکومت تصویب کړ. دغه حکومت په ۲۰۰۴ م کال د افغانستان په تاریخ کې د ولسمشرۍ لومړني انتخابات ترسره کړل چې حامد کرزي وګټل.

د بون په کنفرانس کې، هم طالبان او هم د حکمتیار اسلامي حزب له پامه وغورځول شول چې دا د ډېرو په باور ورپسې جګړو ته لار هواره کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...