شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد خوست په یوه جومات کې چاودنې ۱ تن وژلی او ۱۴...

د خوست په یوه جومات کې چاودنې ۱ تن وژلی او ۱۴ ټپیان کړی

تاند(چهارشنبه، د میزان۱۴) د خوست ولایت د مرکز خوست ښار په یوه جومات کې چاودنې لږترلږه یو تن وژلی او ۱۴ نور ژوبل کړي دي.

د خوست یوه چارواکي، د نوم د نه ښووولو په شرط تاند ته ویل «زما له معلوماتو سره سم، یو تن وژل شوی او کېدای شي تر ۱۴ ډېر نور ژوبل وي.»

خو د خوست د روغتون مسوولان وايي چې ۱۴ ټپیان وروړل شوي چې د ۳ تنو حال نازک دی او ګومان کوي چې د تلفاتو شمېر به زیات شي.

د خوست د اطالاعاتو او فرهنګ ریاست په خبره، په ناپامۍ کې له کوم طالب لاسي بم خلاص شوی چې یو کس یې وژلی او څلور یې ټپیان کړي دي.

تراوسه پورې هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی او طالبانو هم تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سره له دې چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لویې پېښې کمې شوي خو وړې پېښې ډېرې شوې دي.

نن نامعلومو وسله والو په جلال اباد ښار کې دوه طالبان ووژل.

سهار شاوخوا ۷ بجې نامعلومو وسله والو د جلال اباد ښار په لغمان اډه کې پر طالبانو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې دوه طالبان ووژل شول او درې ملکیان هم ژوبل شول.

له بلې خوا تېره شپه د ننګرهار د کامې ولسوالۍ په قلعه اخوند سیمه کې د کوز کونړ ولسوال د موټر په لاره کې ماین وچاودېده چې له کبله یې ولسوال حمزه او ۳ تنه نور ټپیان شول.

له بلې خوا ناپېژاندو وسله والو په لغمان کې یو دیني عالم وواژه.

د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان د پېښې د تایید په ترڅ کې وايي چې تېر ماښام نامعلومو وسله والو د لغمان د قرغیو ولسوالي په چهارباغ سیمه کې د یوه جامع جومات خطیب نورالوهاب د لمانځه پر مهال وویشت.

د دې پېښې د انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب