شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد يوې کورنۍ کفن پوښه لاریون، د نجونو زده کړې او اقتصادي...

د يوې کورنۍ کفن پوښه لاریون، د نجونو زده کړې او اقتصادي ستونزو حلول غواړي

تاند( چارشنبه، د ميزان څوارلسمه) تر هغې وروسته، چې طالبانو د نجونو د زده کړو د پيل په اړه د افغانانو او نړیوالو بيا- بيا غوښتنې ونه منلې، په کابل کې د يوه خصوصي پوهنتون استاد له خپلې کورنۍ سره د دې غوښتنې او اقتصادي ستونزو حلولو په موخه کفن پوښه لاریون وکړ.

د پوهنتون دغه استاد محمد صابر انسان دوست نوميږي او مېرمنه يې د ښوونکې په توګه دنده لرله.

انسان دوست او مېرمنه يې وايي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره، يې د لسګونه زره نورو افغانو نجونو په شان لور له زده کړو محرومه شوې او کورنۍ یې اقتصادي بحران سره مخامخ ده.

د عدالت او برابرۍ تامينيدل او د ټول ګډونه حکومت جوړیدل د دغو معترضو کفن پوښانو نورې غوښتنې وې.

دا کفن پوښه کورنۍ، چې د لاريونوالو پر وړاندې د طالبانو د همیشني تهديد آمېزه چلند باوجود يې لاريون ته زړه ښه کړی و، وويل نور خلک یې هم په لاریون کې ملتيا ته بللي و، خو څوک له وېرې رانغلل.

د ځان په اړه دغې کورنۍ ويلي، چې له کوره په اوداسه ووتل او د وهلو ټکولو او ان مرګ خطر يې په ځان منلی و.

طالبانو د دغه لاریون او غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د چارو ادارې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې د خدای تعالی په نصرت به هېواد له اوسنيو ستونزو را وژغوري.

د طالبانو د واکمنۍ نيږدې يوه نېمه مياشت کيږي، خو تر اوسه لا تر شپږ کلنۍ پورته ښځينه زده کړې منع دي.

د‌ دې ترڅنګ په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورين اوج ته رسېدلی.

پرون نړیوال خوراکي سازمان وويل، چې سمدستي تر‌یو میليون پورې افغان ماشومان د لوږې له کبله د مرګ ګواښ سره مخ دي.

د‌ دې ترڅنګ ۱۴ میلیونه افغانان چې ۳ ميليونه يې ماشومان دي، په بشپړ ډول خوراکي امنيت نه لري.

له کابله راپورونه وايي، چې د افغانستان په ډېرو لویو بازارونو کې خلک له ډېرې لوږې د خپلو کورونو وسايل او ان اولادونه د پلورلو لپاره بازار کې ايښي.

له دې سره، انديښنه ده چې د ژمي له راتګ، د خوراکي او سون توکيو له لا کمښت او ګرانښت او پر طالبانو د نړيوالو بنديزونو له دوام سره به افغانستان له لا بد بشري او اقتصادي بحران سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب