شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکايي چارواکي وايي، د کابل د هوايي ډګر بریدګر په بګرام محبس...

امریکايي چارواکي وايي، د کابل د هوايي ډګر بریدګر په بګرام محبس کې بندي و

تاند(چهارشنبه، د میزان ۱۴ مه) امریکايي چارواکي وايي، هغه ترهګر، چې د کابل په هوايي ډګر کې یې په انتحاري برید کې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکایان ووژل، د طالبانو له لوري د کابل د نیولو په مهال له محبسه خوشي شوی و.

د سي این این د راپور له مخې، امریکايي چارواکو او په کانګریس کې د جمهوریپال ګوند د کلیفورنیا استازي کین کلفیرت (Ken Calvert) د ملي امنیت د چارواکو په قول وویل، د کابل د هوايي ډګر د حملې عامل د بګرام له محبسه خوشي شوی و.

د بګرام محبس په ۲۰۱۳ کال امریکايي پوځیانو د افغانستان حکومت ته وسپاره.

سي این این د سیمې د تروریستي ضد سرچینو په قول ویلي چې په بګرام او پلچرخي زندانونو کې د زرګونو نورو بندیانو ترڅنګ د داعش یا اسلامي دولت سلګونه کسان بندیان وو.

د کابل د برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې منلی و.

طالبانو د اګست په ۱۵ کابل ونیوه، ۱۱ ورځې وروسته د اګست په ۲۶ مه د کابل د هوايي ډګر په ایبې دروزاه کې انتحاري برید وشو چې د یوولس سمندري ځواکونو په ګډون ۱۳ امریکایان او همداراز تر ۱۷۰ ډېر افغانان پکې ووژل شول.

امریکايي چارواکي وايي، دا برید د عبدالرحمان الوګري په نوم د داعش یوه غړي، چې د اګست تر ۱۵ وړاندې په بګرام کې بندي و، کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په وبنا، په بګرام محبس کې ۵ زره تنه بندیان ساتل کېدل چې د هغو په منځ کې څو سوه په جنايي تورونو بندیان شوي وو، نور ټول ترهګر وو. دوی زیاتوي چې د دغو بندیانو په منځ کې القاعده، طالبان، داعشیان، پاکستانیان، چیچنیایان او د منځني ختیځ اتباع شامل وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب