شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهترکمنستان او ازبکستان: د افغان سولې کیلي په منځنۍ اسيا کې ده

ترکمنستان او ازبکستان: د افغان سولې کیلي په منځنۍ اسيا کې ده

تاند( چارشنبه، د ميزان څوارلسمه) د ترکمنستان او ازبکستان ولسمشرانو په تازه ليدنه کې ويلي، چې د افغان سولې کیلي په منځنۍ اسيا کې ده.

دوی د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې سره ليدلي او د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په روان وضعیت غږيدلي.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي په دې لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات تامينيدل د ټولې منځنۍ اسيا د پراختيا لپاره ضروري ده.

د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف بيا ويلي، چې دواړه دغه هېوادونه له افغانستان سره د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرستې او همکارۍ ته چمتو دي.

د‌ دوی په وینا، دغه هېوادونه به له افغانستان سره د خپلو ګډو نیمګړو پاتې پروژو بشپړولو ته دوام ورکړي.

د ترکمنستان ولسمشر هم ويلي، چې د افغانستان په اړه د تاشکند او عشق اباد همکاري کولای شي په افغانستان کې د سياسي او ټولنيز وضعيت په عادي کولو او اقتصادي رغاونه کې ګټور ثابتيدای شي.

د افغانستان د دغو دوه شمالي ګاونډيانو د ولسمشرانو دا لیدنه او څرګندونې په داسې مهال دي، چې په وروستيو کې د تاجيکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي ناندرۍ زياتې شوي دي.

د طالبانو اسلامي امارت، چې د واکمنۍ یې نيږدې یوه نیمه میاشت کیږي، تر اوسه د تر ټولو نيږدې مدافع پاکستان په ګډون یې هیڅ کوم هیواد په رسميت نه دی پېژندلی.

د سیمې هېوادونو، چې ظاهرا له طالبانو سره ښې اړيکې پالي، تر اوسه په ښکاره د دوی د امارت په رسميت پېژندلو ته لېوالتيا نه ده ښودلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب