چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهقریشي په واشنګټن کې پر خپل سفیر غوسه دی چې ولې یې...

قریشي په واشنګټن کې پر خپل سفیر غوسه دی چې ولې یې د امریکا پام نه دی وراړولی

تاند(پنجشنبه، د میزان ۱۵مه) سره له دې چې پاکستان ظاهراً چین خپل مهم او ستراتیژیک دوست ګڼي خو له دې کبله چې امریکا ورسره اړیکې سړې کړي، سخت اندېښمن دی.

چین، چې اوس د نړۍ دوهم ستر اقتصادي قدرت دی او ګومان کېږي چې اقتصادي وده به یې نوره هم زیاته شي، د پاکستان لپاره د هرې سختې ورخې دوست هیواد دی.

خو تراوسه نه دي لیدل شوي چې چین دې چا ته په خلاص لاس مرسته ورکړې وي.

د سي این این نیوز ۱۸ د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په وروستیو ورځو کې په واشنګټن کې د پاکستان سفارت ته یو توند لیک استولی چې ولې یې له امریکا سره تماسونه نه دي نیولي او دا هیواد یې خپل کړی نه دی.

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسد مجیدخان ته د شاه محمود قریشی د سپټمبر د ۲۷ نېټې په لیک کې ویل شوي چې سفارت د دوو هیوادونو ترمنځ د اغېزمنو اړیکو په ټینګولو کې پاتې راغلی دی.

ده همداراز یادونه کړې چې په افغانستان کې د کلیدي رول له لوبولو سره سره واشنګټن د اسلام اباد هیڅ پروا نه نه ده کړې.

قریشي په واشنګټن کې خپل سفیر ته ویلي چې ډېر دیپلوماتیک اقدامات وکړي چې په ټولو برخو کې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې تضمین شي.

قریشي دا لیک وروسته له دې لېږلی چې ۲۲ امریکايي سناتوران د یوې لایحې مسوده وړاندې کړه چې پر اساس یې د طالبانو په بیا واک ته رسېدو کې د پاکستان د رول په اړه د پلټنو غوښتنه شوې وه. په دې وړاندیزي لایحه کې پر پاکستان د بندیزونو غوښتنه هم شوې ده.

د ډېرو کتونکو په باور پر پاکستان د امریکا د بندیزونو د لګېدو په صورت کې دا هیواد ممکن وپاشل شي او دا هغه اندېښنه ده چې ګڼ امریکايي چارواکي یې هم لری. دوی وايي چې که پاکستان وپاشل شي، اتومي وسلې به یې سختدریځو ډلو ته په لاس ورشي.

خو له دې سره سره د امریکا د مرستو بندېدا د پاکستان اقتصادي ستونزې خورا ډېرې کړي دي. پاکستان وايي چې سږ کال یې لږترلږه ۲ ملیارد ډالره تاوان کړی دی.

امریکا په تېرو کلونو کې پاکستان ته نه یوازې مالي مرستې ورکړي بلکې پاکستان ته یې ډېر امتیازونه منلي وو چې خپل محصولات بې ګمرکي تعرفې متحدو ایالتونو ته صادر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب