Homeخبرونهد تورخم دروازه د کډوالو د تګ لپاره پرانیستل شوه

د تورخم دروازه د کډوالو د تګ لپاره پرانیستل شوه

تاند (پنجشنبه د وري – حمل ۶مه)  له اوږده ځنډ وروسته نن ماسپښین له پاکستان څخه سلګونه افغان کډوال د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول.

د معلوماتو له مخې، په ستنو شویو کې شاوخوا ۲۰۰۰ هغه کسان شامل دي چې د پاکستان له زندانونو تازه ازاد شوي دي.

دا کسان د جبري ستنېدنې د بهیر برخه دي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شوي کړکېچ له کبله یې هېواد ته تګ ستونزمن شوی و.

له یوې میاشتې ډېره موده وشوه چې تورخم لار د کډوالو دتګ راتګ پر وړاندې تړل شوې وه چې له کبله یې ګڼ شمېر افغان کورنۍ له فرضي کرښې پورې غاړې پر سړکونو انتظار وو.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ شاوخوا شپږ میاشتې پوره کیږي خو لاهم داسې حل نه دی لټول شوی چې دواړو غاړو ته جګړه ودروي.

څو ورځې وړاندې، د افغانستان او پاکستان عالمانو په ګډ لیک کې له دواړو هېوادونو غوښتنه وکړه چې روان اوربند دې تر لوی اختر پورې وغځول شي.

د دې غوښتنې په غبرګون کې پرون چهارشنبه د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل چې د جګړې پیل پاکستان کړی او د اوربند او یا د هغه د ماتولو پرېکړه به هم پاکستان کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...